د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د اسلامي همکاریو سازمان د دیني عالمانو یو بل پلاوی افغانستان ته لېږي


د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار له حقه له اسلامي اصولو سره سم ملاتړ کوي او د دې ستونزې د حل په موخه د دیني عالمانو یو بل پلاوی کابل ته لېږي.

د دې سازمان عمومي منشي حسین براهیم طه چې پرون یې په 'نواکشوت' کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۴۹مه غونډه کې خبرې کولې وویل، دا پلاوی به د اسلامي فقهې له نړیوال اکاډمۍ سره په همغږۍ د نجونو او ښځو د زده‌کړ او کار په اړه طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه دا هم وویل چې دوی د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار، ترهګرۍ سره مبارزې او له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې شوې ژمنې له نږدې څاري.

په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار له حق څخه د اسلام له اصولو سره سم ملاتړ کوو.

نوموړي زیاته کړه: "اوسني چارواکي د دې غوښتنه کوي چې دوی ته د تعلیمي نصاب د بیا کتنې او د نجونو د زده‌کړو لپاره د خوندي چاپېریال د جوړېدو لپاره وخت ورکړل شي. په دې برخه کې موږ د اسلامي همکاریو سازمان په بشپړې ژمنې ټینګار کوو چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار له حق څخه د اسلام له اصولو سره سم ملاتړ کوو."

د اسلامي همکاریو سازمان تر اوسه د دیني عالمانو دوه پلاوي افغانستان ته استولي، څو د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیز ته حل لار پیدا کړي.

د دې پلاوي له غړو سره د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له لیدنې ډډه وکړه، خو که څه هم نورو چارواکو ورسره وکتل، مګر لا یې هم د هغوی دا غوښتنه نه‌ده منلې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده

خو بیا هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پلاوي راتګ ګټور دی.

مجاهد وویل: "کوم هیئت چې د اسلامي همکاریو سازمان غواړي افغانستان ته راشي، دروازې ورته خلاصې دي. هغه سازمانونه او هېوادونه چې غواړي دلته پلاوي یا هم استازي راولېږي، دا په افهام او تفهیم کې ډېر ګټور وي."

تېره اوونۍ هم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره کتنه کې له دوی وغوښتل چې افغان نجونې او ښځې زده‌کړو او کار ته پرېږدي.

۵۴۳ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې څه کم درې میاشتې کېږي چې نجونې یې پوهنتون ته له تلو هم منع کړي او په نادولتي موسسو کې یې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسبمر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسبمر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

ښکاري چې د طالبانو دې سخت دریځه سیاست د دوی ډېر نږدې خواخوږي هم ترې ګیله‌من کړي.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په امریکا کې له یوه خصوصي تلوېزون سره مرکه کې ویلي، په نجونو او ښځو په زده‌کړو د بندیز له امله له طالبانو سره د دوی او نړیوالې ټولنې تعامل سخت شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

هغه وویل: "زما په اند موږ ښه پیل درلود، خو څه چې ښځو ته د زده‌کړو د لاسرسي او د هغوی د حقونو په برخه کې رامنځته شوي، زما لپاره او زما په څېر د هغوی لپاره چې غواړي طالبانو سره تعامل وکړي، دا کار سخت کړی دی."

د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د خبرو لپاره پرون د متحده عربي اماراتو یو پلاوی هم کابل ته راغلی و او له طالب چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG