نن د فرخندې ملک زاده د وژل کېدو اتم تلین دی.
له نن څخه اته کاله وړاندې، ٢٧ کلنه فرخنده د کابل د شاه دوشمشېرې په زیارت کې د قهرجنو نارینه وو له خوا د قران کریم د سوځولو په تور په وهلو ټکولو ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو.
سره له دې چې وروسته پر فرخندې لګېدلي تورونه درواغ ثابت شول، خو له هغې یوازې سوځېدلې جسد پاتې شو.
د بشري حقونو بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالانو او دیني عالمانو هغه مهال دا پېښه وغندله او د فرخندې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.
حکومت هغه مهال د فرخندې په وژنه کې د لاس لرلو په جرم او د محکمې د پرېکړې پر بنسټ ۱۳ کسان په بند محکوم کړل او ویې ویل چې د یو شمېر نورو تورنو کسانو دوسیې تر تعقیب لاندې دي.
خو د فرخندې کورنۍ مخکې ازادي راډيو ته ویلي و چې له فرخندې سره عدالت نه دی شوی.
اوس د فرخندې د مړینې د اتم تلین په مناسبت د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په محرومولو او له دوی سره د ناوړه چلند له امله په زرګونه ښځې د فرخندې له برخلیک سره مخ کړي او د دوی په خبر چې په تورتم کې ژوند کوي.
د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز وايي، د طالبانو حکومت ښځې څنډې ته کړي څو د خپلو حقونو او پوهاوي لرې پاتې شي.
مېرمن مبارز ازادي راډيو ته وویل چې افغان ښځې او نجونې هره ورځ د دې محرومیتونو په اور کې سوځي.
مبارز زیاته کړه: "هغه څه چې فرخندې سره وشول د یوې ښځې سره وشول، خو نن د افغانستان ۱۹ میلیونه وګړي چې ښځې او نجونې دي له دغه حالت سره مخ دي. ښځې د فرخندې وضعیت په بېلابېلو بڼو تجربه کوي، بې وزلي، په دار ځړول، د امنیتي ځواکونو سره د کار کوونکو مېرمنو وژنه، زندان، شکنجه او جنسي تېري، دا ټول د فرخندې د قضیې په څېر اړین دي."
د ښځو حقونو يوې بلې فعالې او پخوانی خبریالې مریم بارک ازادي راډيو ته وويل چې افغانې ښځې له خپلو حقونو څخه د بې برخې کېدو له امله له کړکېچن حالت سره مخ دي.
بارک وايي: "ښځې په بې معنا دلیلونو له ټولنې څخه حذف شوي. هره ورځ نوي بندیزونه او قوانین وضع کېږي. ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي. موږ شاهدان وو چې ښځې په درو وهل شوي، ورزشي پارکونه یې پرمخ تړل شوي دي. نه پوهېږو چې دوی له کوم اسلام څخه خبرې کوي. زه ډېره خواشینې یم او هیله لرم چې یو ورځ وضعیت ښه شي."
د ازادي راډیو خبریالې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ادعاوو په اړه وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنه ځواب نه کړه، خو مخکې یې په وار وار ویلي چې دوی د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي.
د ښځو د حقونو دغه فعالانې وايي، د فرخندې وژنه په افغانستان کې د یوې صحرايي محکمې بېلګه وه، خو د دوی په خبره په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو لسګونه صحرایي محکمې جوړې شوي چې ښځې یې د تورونو له څېړلو پرته وهلي او بندیانې کړي دي.
په همدې حال کې، د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر اوسه افغان مېرمنې له بېلابېلو محرومیتونو، په ځانګړې ډول د خپلو بنسټیزو حقونو لکه د کار او زده کړې حق ته د نه لاسرسي او عامه ځایونو او تفریحي پارکونو ته د تګ له محرومیت سره مخ دي.
په ځینو مواردو کې، ښځې په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو هم وهل شوي دي.
هغه مېرمنې چې په تېرو شلو کلونو کې په ټولنه کې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه درلودل، اوس په کور ناستې دي او یا هم له هېواده وتلي دي.
راپور - ثنا کاکړ