د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

"د افغانستان عدلي سیسټم د فرخندې د قضیې په څېړنه کې ناکام و"


په کابل کې د ښځو د حقونو مخکښه فعاله ثریا صبحرنګ وایي چې د ولسمشر محمد اشرف غني پر دې پرېکړه خوشاله دي چې د فرخندې د قتل د دوسیې د بیا څېړنې غږ یې کړی دی.

مېرمن صبحرنګ ازادي راډیو ته وویل چې د فرخندې په قضیه کې د لومړۍ او دوهمې محکمې په جریان کې عجولانه کار شوی او دوی له ولسمشر غني په دې اړه د بیا غور غوښتنه کړې وه.

ثریا صحبرنګ زیاته کړه:

"موږ نه د لومړۍ محکمې پرېکړه منلې وه او نه مو د استیناف د محکمې له پرېکړې سره موافقه درلوده ځکه په دې اړه په څېړنو کې خلا موجوده وه او له بېړي کار اخیستل شوی وو، د دې نیمګرو څېړنو پر اساس پرېکړه هم عجولانه وه."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خپل حکومت ته سپارښتنه کړې چې د فرخنده ملک زاده د قتل په اړه له سره څېړنې وکړي.

فرخنده ملک زاده یو کال مخکې په کابل کې د یو شمېر قهرجنو خلکو په حمله کې ووژل او بیا وسوځول شوه.

د افغانستان سترې محکمې څو ورځې وړاندې له دې پېښې سره په تړاو ۱۳ تنه مجرم وپېژندل او د مختلفو مودو بند حکم یې ورباندې وکړ.

د سترې محکمې د حکم تر اعلان وروسته یو شمېر کورنیو او نړیوالو سازمانونو انتقادونه وکړل او په دې ارتباط یې د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې غږ وکړ.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې"هیومن رایټس واچ" د محکمې د دې پرېکړې په اړه وویل چې له بېړې کار اخیستل شوی دی.

دې نړیوال سازمان وویل چې د فرخندې د قتل په جرم پر دې کسانو د سترې محکمې حکم، د هغوي د بند دمودې کمېدل او بیا د مارچ په اتمه چې د ښځو نړیواله ورځ ده ، د دې حکم اعلان یوه ترخه ټوکه وه.

خو د ولسمشرغني یوه ویاند ظفر هاشمي ویلي چې نوي ټاکل شوي لوی څارنوال ته سپارښتنه شوې چې د فرخندې دقتل دوسیه له سره پرانیزي او له فرخندې سره انصاف ته په خپل کار کې لومړیتوب ورکړي.

د فرخندې دقتل په ارتباط، په لومړیو کې څلور تنه په اعدام او نهه تنه په اوږده موده قید محکوم شوي وو، خو کله چې دا دوسیه سترې محکمې ته ولاړه، د لومړیو محکمو په حکم کې تعدیل راغی او د دې کسانو سزا کمه شوه، د سترې محکمې دا پرېکړه د مارچ په اتمه اعلان شوه.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې مدافعې ډلې د کابل سیند پرغاړه، په هغه ځای چې فرخنده وژل شوې او سوځول شوې وه نښه کېښوده او "له فرخندې سره باید انصاف وشي" شعارونه یې ورکړل.

په نیویارک کې د بشري حقونو سازمان وویل چې د فرخندې د قتل د دوسیې په هره مرحله کې د افغانستان د جنايي تحقیقاتو د سیسټم کمزورتیا څرګنده ده:

"په څېړنو کې نیمګړتیا جوته ده او هغه کسان چې د پېښې په ارتباط تورن او مجرم پيژندل شوي، باید مناسبه سزا ورکړه شي."

د ښځو د حقونو مدافع ثریا صبحرنګ وايي چې د فرخندې د قتل پر دوسیه له سره غور به د هغو ټولو افغانو ښځو لپاره د انصاف دغږ پورته کول وي چې د تشدد قرباني شوي خو غږ یې چا نه دی اورېدلی.

ثریا صبحرنګ زیاته کړه:

"دا واضح ده چې فرخنده نه لومړۍ قرباني ده او نه به هم وروستۍ وي، خو د دې لپاره چې همدا بې عدالتي او په بې رحمۍ د یوې ځوانې ښځې د اسلامي او بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو او د هغې د وینې بهیدو ته ځواب وویل شي باید دا پېښه له سره وڅېړل شي، دا به د هغو ټولو ظالمانو لپاره چې د ښځو پر حقونو تېری کوي او بیا معافیت ترلاسه کوي، یولوی درس وي څو په راتلونکې کې بیا زموږ نجونې د داسې ظلم او تېري قرباني نه شي، موږ له ولسمشره غواړو چې دا پېښه په جدیت تعقیب کړي."

په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافع ډلې واي، د فرخندې د قتل څېړل او له هغې سره انصاف اوس یوازې یوه کورنۍ مساله نه ده بلکې د ټولې نړۍ لپاره د افغانو ښځو د وضعیت یو سمبولیک انځور دی.

XS
SM
MD
LG