د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د فرخندې د وژلو دوسیه نېږدې یو کال وروسته نهایي شوه


د ښځو د نړیوالې ورځې په رارسېدو د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د فرخندې د وژلو دوسیه نهایي شوه او د نوموړې په وژلو کې ښکېلو کسانو ته د بېلابېلې مودې بند سزا واورول شوه.

د لویې څارنوالي ویاند بصیرعزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د محکمې دغه پرېکړه نهایي ده او محکومین د اسنتاف غوښتنې حق هم نه لري:

"د فرخندې په وژلو کې ښکېل ۱۳ کسان چې په محکمه کې حاضر وو، په بند محکوم شول، دوی اوس په بند کې دي، په ۱۳ کسانو کې درې کسان په شل کاله بند، نهه کسان په۱۶ کاله بند او یو بل په لس کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی."

فرخنده د ۱۳۹۳ کال د کب میاشتې په ۲۸مه د کابل په شاه دوشمشېره سیمه کې د قهرجنو کسانو له خوا د قران کریم د سوځولو په تور په وهلو ډبلو ووژل شوه.

په لومړي ځل ابتدایه محکمې د نوموړې د وژلو په قضیه کې څلور کسان په اعدام محکوم کړل، خو بلې محکمې بیا د اعدام حکم هم په حبس بدل کړ.

معلومه نه ده چې د فرخندې د وژلو په اړه وروستۍ پرېکړه به د فرخندې مدافع وکیلې او ښځینه فعالانو ته د منلو وي او که نه، خو له دې وړاندې ښځینه فعالانو ویلي وو چې عدلي او قضایي ارګانونه په دې برخه کې جدي چلند نه کوي.

XS
SM
MD
LG