د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

صافۍ: د رخشانې د قضیې څېړل دې د فرخندې د قضیې په څېر ونه ځنډول شي


د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د یوې غونډې په ترڅ کې د سترې محکمې له لورې د فرخندې دوسیې ته د رسیده ګۍ د ځنډ په برخه کې په یاد ارګان انتقاد وکړ.

د فرخندې له وژل کېدو نژدې اته میاشتي تیریږي؛ خو تراوسه د فرخندې د دوسیې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

دا خبرې د سه شنبې په ورځ د مدني ټولنو لسګونو فعالانو د یوې غونډې پرمهال وکړې.

دوی په سترې محکمې انتقاد وکړ چې د فرخندې د قضیې په پرېکړه کې ځنډ رامنځ ته کړی.

د دې غونډې یوې جوړونکې حسیني ساپۍ په اړه وویل:

"د نن ورځې غونډه په دې جوړه شوې چې فرخندې او نورو ته عدالت وغواړو او په ځانګړې ډول په دې چې د فرخندې د قضیې د څېړلو وخت په ستره محکمه کې پوره شو؛ خو تراوسه په دې اړه معلومات نشته."

دوی همدارنګه د رخشانې د وژل کېدو دوسیې په څېړلو هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیله ده، د رُخشانې د قضیې څېړل د فرخندې د قضیې په څېر و نه ځنډول شي.

رُخشانه په دې وروستیو کې د غور په ولایت کې له یوه هلک سره د نا مشروع اړیکو د لرلو په تور چې ویل کېږي په طالبانو پورې د اړوند کسانو له خوا سنګسار شوه.

اووه ویشت کلنه فرخنده بیا د تېرکال په حوت میاشت کې د قران پاک د سوځولو په تور د یو شمېر خلکو له خوا ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچاوه.

د فرخندې د وژنې په تور49تنه نیول شوي وو چې ابتدایه محکمې څلور کسان په اعدام، اته تنه په شپاړس کاله بند او یوولس پولیس هم په یو کال بند محکوم کړل او پاتې نور یې د کافي اسنادو د نشتوالي په خاطر خوشې کړل.

وموغوښتل چې د فرخندې دوسیې د وروستۍ محکمې د ترسره کېدو په اړه د سترې محکمې نظر واخلو؛ خو له پرلپسي اړیکو وروسته ونه توانیدو.

خو د فرخندې د مدافع وکیلانو رییسه "راحله نجلا راجله" وایي چې دوی د فرخندې په قضیې کې ځنډ په اړه اندېښنه لري.

"قانون څلور میاشتي درېیو محکو ته یوسلو شل ورځې ټاکلي چې باید دوسیه فیصله شي؛ خو موږ شاهد یو چې د فرخندې له وژل کېدو نژدې اته میاشتې تیریږي؛ خو تراوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې."

یو شمېر مدني فعالانو یو ځلې بیا حکومت ته خبرداری وکړ؛ که چیرې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې په خپل وخت ونه څيړي او ورته رسیده ګي ونه کړي دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوامورکړي.

دوی وایي چې په یادو دوسیو کې هر ډول ځنډ به د حکومت او خلکو ترمنځ واټن نورهم زیات او ورته پیښو ته به زمینه برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG