د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د فرخندې کورنۍ: د فرخندې قضیه کې عدالت نه دی تامین شوی


د فرخندې مدافع وکیل او د کورنۍ غړي یې وايي، حکومت په تېرو دوو کلونو کې ونه توانید چې د فرخندې په قضیه کې عدالت پلی کړي.

په کابل ښار کې د فرخندې د وژلو له پېښې دوه کاله تېرېږي، خو د فرخندې د کورنۍ د غړیو په خبره تر اوسه د دغې قضیې په اړه په رښتنې توګه عدالت نه دی پلی شوی.

د فرخندې ورور مجیب الله ملک زاده چې له دغه پېښې وروسته د امنیتي ګواښونو له کبله له خپلې کورنۍ سره په تاجکستان کې ژوند کوي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت په تېرو دوو کلونو کې نه دی توانېدلی چې د خور د وژنې په قضیه کې یې ښکېل کسان مجازات او په دې برخه کې عدالت پلي کړي.

دی وايي، لاتر اوسه هم د فرخندې د وژلو یو شمېر عاملان د پولیسو له لوري نه دي نیول شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې زموږ د کورنۍ له نظره عدالت نه دی پلي شوی، یوازې زموږ د کورنۍ له نظره نه بلکې د افغانستان او د نړۍ د ټولو خلکو له نظره هم، موږ د غچ په لته کې نه یو خو په دې برخه کې عدالت غواړو."

فرخند دوه کاله مخکې، د قرانکریم د سوځولو په تور د کابل ښار د شاه دوشمشېره زیارت مخې ته د پولیسو د سترګو په وړاندې د کابل ښار د سلګونو اوسېدونکو په حضور کې ووژل شوه.

قهرجنو سړیو د فرخندې تر وژلو وروسته د هغې جسد وسوځوه او پولیس هغه مهال سیمې ته ورسېدل چې فرخنده ژوندې نه وه.

له دغې پېښې او په کابل ښار کې د یادې قضیې په تړاو د عد الت غوښتنې په تړاو د خلکو ترلاریونونو وروسته، افغان حکومت په دغه قضیه کې د لاسلرلو په تور ۲۹ تنه ونیول او ۲۰ تنه امنیتي مامورین هم له دې کبله تر څېړنو لاندې ونیول شول چې د فرخندې د ژغورلو په برخه کې پاتې راغلي وو.

د فرخندې د کورنۍ مدافع وکیله نجلا راحیل وايي، د یادې قضیې په تړاو د نیول شویو کسانو له ډ‌لې یوازې یوولس تنه یې بندیان دي.

د اغلې راحیل په خبره حکومت ونشو کړای چې په یاده برخه کې عدالت په رښتنې توګه پلی کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"په لومړۍ محکمه کې څلور کسان په اعدام محکوم شوي وو خو په دویمه محکمه کې دغه حکم لغوه شو او له ټولو نیول شویو کسانو څخه یوولس کسان تر څار لاندې ونیول شول، ان تر دې چې د محمود په نوم یو کس چې په لومړۍ محکمه کې یې برائت اخیستې وو او په دویمه محکمه کې په لسو کلونو زندان محکوم شوې وو په تېښتې بریالی شو."

خو ایا هغه کسان چې د فرخندې په وژلو کې ښکېل وو او اوس بندیان دي، پر خپلو کړونو پښیمانه دي؟

د شریف بغلاني په نوم کس چې د فرخندې تر وژلو وروسته یې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي وو چې د فرخندې په وژلو کې لاس لري دا مهاله په کابل کې په څرخي پله زندان کې بندي دی وايي چې د فرخندې وژل ورته ویاړ دی:

"کله چې کوم څوک زما پر دین او قران تېری وکړي او هغه کس زما د پښو لاندې سا ورکړي زه کوم غبرګون نه ښیم، څوک چې زما پر دين تېرې کوي او هغه چې مړ شي ماته ویاړ دی."

خو لویه څارنوالي وايي چې لا تر اوسه د فرخندې دوسیه نه ده تړل شوې او هغه کسان تر څېړنو لاندې دي چې په دغه قضیه کې ښکېل ګڼل شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:

"په دې برخه کې کوم کسان چې په لومړیو کې نیول شوي وو دوسیې یې سترې محکمې ته رسېدلي او هغه کسان چې د کشفي بنسټونو د فعالیتونو په ترڅ کې پېژندل شوي او باید نیول شوي وای د یو شمېرو دوسیې ورستۍ شوي او د یو شمېرو یې تر څېړنو لاندې دي."

د لويې څارنوالۍ د ویاند په خبره حکومت به په هره قضیه په ځانګړي توګه د فرخندې په قضیه کې عدالت پلی کړي.

د فرخندې وژل په افغانستان کې یوه بی سارې پېښه ګڼل کېږي، د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه په دې باور دي چې، د دغې قضیې په اړه د حکومت نه پاملرنه به د بشر د حقونو په برخه کې د حکومت د کړنو په تړاو بی باورۍ زیاتې کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG