د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

په کابل کې د فرخندې د وژلو لومړی تلین


یو شمېرمدني فعالانو یوځل بیا د فرخندې په قضیه کې دعدالت غوښتنه وکړه.

دغه فعالانو چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د فرخندې د وژلو لومړی تلین ولمانځه تاکېد وکړ چې د فرخندې په قضیه کې د محاکمو پریکړې شفافې او عادلانه نه وې.

ښځینه فعالانې وايي، د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې هڅو ته به دوام ورکړي.

فرخند ملک زاده هغه نجلې ده چې له ننه یوکال وړاندې د کابل په زړه کې د یو شمېر قهریدولو کسانو له خوا ووژل شوه او جسد یې وسوزل شو.

د فرخندې وژلو په کوردننه او بهرخلک حیران کړل او ښځینه مدني فعالانې وايي، کوم ظلم او وحشت چې له فرخندې سره وشو د افغانستان په تاریخ کې به تل پاتې وي.

د پنجشنبې په ورځ سلګونه مدني فعالان د کابل د شاه دوه شمشیره په سیمه کې د فرخندې په یاد د جوړ شوي څلي مخې ته راټول شوي وو او د فرخندې په قضیه کې یې دعدالت غوښتنه کوله.

ترنم سعیدي او راحلې دوو مدني فعالانو ازادي راډیو ته وویل:

"نه خیرپه دغه قضیه کې هر ګز عدالت ونه شو ځکه چې حکومت هڅه وکړه چې پر دغې قضیه خاورې واچوي.

- د فرخندې وژنه یوازې په افغانستان د وحشت ښکارندوي کوي یعنې هغه ظلم چې له فرخندې سره وشو د افغانستان د تاریخ به په یاد وي او په اسلام کې لومړی ښځه سومیه وه چې داسې ظلم ورسره وشو او دوهمه یې فرخنده وه چې په یوه ویشتم قرن کې په افغانستان کې ووژل شوه. "

د شاه دوشمشیره او د فرخندې له واټه د تیریدو پر مهال ښايي هرچاته د فرخندې خاطرې او یاد تازه شي.

په وروستیو کې له شاوخوا یوکال وروسته د فرخندې قضیه د اړونده ارګانونو له خوا وروستۍ شوه خو مدني فعالان انتقاد کوي چې په دغه قضیه کې عدالت نه دی مراعت شوی.

مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ د کابل په شاه دو شمشیره سیمه کې چېرته چې فرخنده وژل شوې او شهرنو کې د وژلو لومړنی تلین ولمانځه.

که محاکم فساد او جنایت کاران وبخښي د افغانستان خلک یې نه بخښي، فرخندې د ملي خاینانو د جهل په اور کې وسوزیده هغه شعارونه چې مدني فعالانو د فرخندې د وژلو په تلین کې تکرارول.

اما دا چې یوه ښځه د پولیسو په حضور کې او ارګ ته نږدې وژل کېږي او د محاکمو پریکړه هم مدني فعالانو ته د قناعت وړنه ده په څه مانا کېدای شي په اړه یې مدني فعاله د همبستګۍ د ګوند ویانده سیلۍ غفار وايي.

"ښه موږ هیڅکله له حکومته دا توقع نه لرله چې د فرخندې او دې ورته په نورو هغو قضیو کې چې د افغان ښځو موضوع مطرح وي رسیدنه وکړي او اوس موږ دا ګورو چې کله د محاکمو فیصله اعلان کېږي بیا ولسمشر غني د غور غوښتنه کوه چې په دې مانا ده چې دوي یوازې په شعار کې د ښځو له حقونو د دفاع خبره کوي خو په عمل کې هیڅ هم نه کوي."

دغه مدني فعلان وايي، ترهغې چې حق حقدارته نه وي سپارل شوي او د افغانستان محاکمو د فرخندې د قضیې په اړه عادلانه پریکړه نه وي کړي دوي به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

فرخنده ملک زاده د ۱۳۹۳کال د حوت د میاشتې په اته ویشتمه نېټه د کابل ښار د شاه دوشمشیره په سیمه کې په دې پلمه د یو شمېر قهریدلو کسانو له خوا ووژل شوه چې ګواګې د قران نسخې ته یې اور اچولی دی.

د دغې قضیې پر وړاندې د ملي او بین المللي غبرګونونو په دوام د افغانستان پولیسو نهه څلویښت تنه ونیول.

د افغانستان درې واړو محاکمو د قضیې له څیړلو وروسته درې تنه په شل شل کاله تنفیذي بند محکوم کړل یو یې په لس کاله بند او پاتې شپاړس کسه یې په شپاړس کاله بند محکوم کړل.

له دې پریکړې وروسته مدني فعالانو اعتراض وکړ چې په دغه قضیه کې عدالت نه دی شوی چې ولسمشر ددغه قضیه د بیا غور سپارښتنه وکړه.

لا تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان محاکم به ددغې مهمې او حساسې قضې له غور وروسته څه پریکړه وکړي.

محمد حدیث پردېس

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG