د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

"فرخندې ته عدالت، عدلت ټولو لپاره"


د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري
د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري

د فبرورۍ څوارلسمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د میلیوني پاڅون له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت سږکال دا ورځ( فرخندې ته عدالت ، ټولو ته عدالت) تر شعار لاندې و نمانځله.

دغه وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې د کشفي، عدلي او قضایې ادارو کړنې تر پوښتنې لاندې راولي او ټينګار کوي چې دغو قضیو ته د رسیدګۍ لپاره یوه څيړنیزه اداره جوړوي.

هغه ناسته چې په دې اړه د یکشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان د ښځو چارو وزارت له ولسمشر غني څخه وغوښتل ترڅو د ښځو په برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د وژل شوې فرخندې په یاد جوړه شوې سندره چې د ښځو په اړه د جوړې شوې ناستې د ګډون کوونکو اوښکې یې وبهولي.

په افغانستان کې سږکال د فبرورۍ له څوارلسمې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پرضد د میلیوني پاڅون له نړېوالې ورځې سره برابره ده، ( فرخندې ته عدالت، عدلت ټولو لپاره) تر شعار لاندې ونمانځل شوه.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د ښځو له حقونو د دفاع یو شمېر ادارو د یکشنبې په ورځ په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د قضایې ارګانونو له لوري د فرخندې قضیې ته نه رسیدګي یو شمېر پوښتنې را پیدا کړې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل چې دغه وزارت د تاوتریخوالي قضیو لکه د فرخندې، رخشانې، ریزه ګل او یو شمېر نورو پېښو ته د رسیدګۍ لپاره یوه څيړنیزه اداره جوړوي.

اغلې نظري زیاته کړه:

"د فرخندې له تاریخي تراژیدۍ څخه نژدې یوه کال تیریږي، خو اړوندې امنیتي او عدلي او قضایې ارګانونه ونه توانیدل چې په دې اړه پوښتنې ځواب کړي، د ښځو چارو وزارت ژمنه کوي چې یو تحقیقاتي مرکز دغو قضایو ته د رسیده ګۍ لپاره جوړ کړي، له ولسمشره غوښتنه کوم چې ترڅو د ښځو په برخه کې هر څومره چې ژر امکان ولري خپل ژمنې عملي کړي."

د فبرورۍ له څوارلسمې یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پرضد د میلیوني پاڅون له نړېوالې ورځې څخه په داسې حال کې یادونه کیږي چې د ښځو د حقونو د ملاتړ ادارو په وینا تیر میلادي کال د افغان میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي له پلوه تر ټولو ناوړه کال و.

خو دوې وایې چې د افغان میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې له یاده وتلي او عاملین یې هم ندي مجازات شوي.

له بلې خوا د فرخندې د وژنې د قضیې مدافع وکیلان د دې دوسیې په برخه کې پریکړې غیر عادلانه ګڼي.

سلطانه خاک نژاد چې یوه له دغو وکیلانو څخه ده وایي، د دې دوسیې د څيړلو پر مهال په اکثرو مواردو کې دوې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د سترې محکمې په غونډو کې ګډون وکړي.

اغلې نژاد زیاته کړه:

"ستره محکمه د فرخندې په دوسیه کې د عدالت د تامین ژمنې کولې، خو عملآ د دوسیې د څيړلو قانوني وخت نقض او دا دوسیه یې څارنوالۍ ته ولیږله، سره له دې چې موږ وکیلانو ټينګار کاوه چې جلسې زموږ په حضور کې ترسره شي خو هغه هم ونه شول."

په دې ناسته کې د افغانستان د سترې محکمې له استازي هم د ګډون غوښتنه شوې وه ترڅو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړي خو د ښځو چارو وزارت په وینا د سترې محکمې استازي دې غونډې ته رانه غلل.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سترې محکمې نظر را واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره یې په اخیستو بریالي نه شو.

له دې ټولو سره سره د افغان ښځو شبکه وايي، د تاوتریخوالي د قرباني شوېو ښځو په ځانګړي توګه د فرخندې د قضیې لپاره د عدالت غږ اوچتول اوس هم ادامه لري او یاد بنسټ په دې وروستیو کې تصمیم نیولی چې دا قضیه په نړېوال کچه تعقیب کړي.

بل خوا د افغانستان د لومړۍ میرمنې د دفتر استازې نادیه صالح وايي چې رولاغني په پام لري چې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي وکړي او په دې برخه کې د ښځو چارو له وزارت او اړوندو ارګانونو سره همغږې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG