د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

آیا د فرخندې په قضیه کې عدالت تأمین شوی؟


په روانه خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې د فرخندې له وژلو دوه کاله تېرشول خو آیا د فرخندې د قضیې په ارتباط عدالت تأمین شو؟ او مجرمینو ته یې لازمه سزا ورکړل شوه او کنه د مسؤلو ارګانونو له څېړنو به خبر شئ او دا چې د فرخندې کورنۍ په دې اړه څه وایي؟

د ۱۳۹۳میلادي کال د حوت ۲۸مه نېټه مازیګر درې بجې د شاه دوشمشیره جومات په منځ کې یو مجاور آواز وکړ، هلې قران یې وسوځاوه، هلئ دې نجلۍ قرآن ته اور ورته کړ، احساساتي او بې خبره خلک راټول شول د نجلۍ په وهلو ډبلو یې پیل وکړ، په نجلۍ یې مرګونې ګوزارونه وکړل، له بامه یې را وغورځوله، بې حجابه یې کړه، بلاخره یې په وهلو وهلو ووژله او مړي ته یې اور ورته کړ.

دا نجلۍ فرخنده نومیده شاه دوشمشیره زیارت ته تللې وه غوښتل یې خلک او په ځانګړې توګه میرمنې له خرافاتي کړنو منع کړي او دوی وپوهوي چې تعویزګرو ته ورتګ حرام او د اسلام خلاف عمل دی.

کله چې فرخنده ووژل شوه دولت او اړوندو ادارو ټینګاره کاوه چې مجرمینو ته به یې سزا ورکوي او د فرخندې په حق کې به عدالت تامینیږي، خو پوښتنه دا ده چې عدلي او قضایي ارګانونو هغسې چې لازمه وه د فرخندې قضیه یې پرمخ یوړه او مجرمینو ته یې سزا ورکړل شوه؟

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:21 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG