د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د فرخندې له وژلو پنځه کاله تېر شول؛ کورنۍ یې لاهم د عدالت تمه لري


فرخنده ۲۷ کلنه او د سیاسي علومو په برخه کې یې زده‌کړې کړې وې.
فرخنده ۲۷ کلنه او د سیاسي علومو په برخه کې یې زده‌کړې کړې وې.

د کابل په شاه دو شمشېره زیارت کې د قهرجنو سړیو له‌خوا د فرخندې له وژل کېدو دا دی پنځه کاله اوړي.

د فرخندې کورنۍ وايي، افغان دولت تر اوسه پورې د نوموړې د وژنې په برخه کې عدالت نه‌دی تأمین کړی.

د فرخندې ورور وايي، لاهم د نوموړې په وژنه کې ښکېل ځیني کسان ازاد ګرځي.

د فرخندې ورور مجیب‌الله ملک‌زاده د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له دې سربېره هغه امنیتي کسانو چې د فرخندې د وژنې په مخنیوي کې ناغېړي کړې وه هم سزا نه‌ده ورکړل شوې.

د فرخندې د وژلو په اعتراض د هغې تصویر د دوو مېرمنو په مخ
د فرخندې د وژلو په اعتراض د هغې تصویر د دوو مېرمنو په مخ

ښاغلی ملک‌زاده زیاتوي: "دا چې عدالت نه‌دی تأمین شوی دا خبره لکه لمر روښانه ده، د افغانستان خلک شاهدان دي چې د فرخندې په وړاندې د بشر ضد جنایت شوی دی، د فرخندې حق د ټولو افغان ښځو حق دی او د فرخندې لپاره د عدالت تأمین به د ټولو افغان ښځو لپاره د عدالت تأمینېدل وي."

ښاغلی ملک‌زاده دغه‌شان وایي چې د پېښې د عاملینو په وړاندې د محکمې حکم هم دوی ته د قناعت وړ نه‌دی.

فرخنده پنځه کال مخکې او له نوي کال دوه ورځې مخکې د کابل په شاه دو شمشېره زیارت کې د قران سوځولو په تور د لسګونه قهرجنو سړیو له‌خوا ووژل شوه او مړي ته‌یې اور واچول شو.

فرخنده ۲۷ کلنه او د سیاسي علومو په برخه کې یې زده‌کړې کړې وې.

د فرخندې په یاد جوړ شوی څلی
د فرخندې په یاد جوړ شوی څلی

د نوموړې وژنې په کور دننه او بهر تند غبرګونونه راوپارول، ان دا چې ځینو دیني عالمانو هم دا پېښه وغندله.

هغه مهال یو شمېر مسؤلو بنسټونو ویلي و، یو شمېر نور کسان چې په دغه پېښه کې یې لاس درلود هم تر قانوني څېړنو لاندې دي، خو تر اوسه د دغه تښتېدلو تورنو کسانو د نیونې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وموغوښتل په دې اړه د افغانستان د لویې څارنوالۍ نظر هم ولرو، خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې دلیل چې نن پنجشنبه او په کابل کې رخصتي ده په دې اړه له څه له ویلو ډده وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل وايي، حکومت د فرخندې د ټولو وژونکو په برخه کې عدالت نه‌دی تأمین کړی او باید چې په پېښه کې ښکېل تښتېدلي عاملین هم د پولیسو له‌خوا ونیول شي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

ښاغلی لعل زیاتوي: "سره له دې چې د مدني ټولنو غړو او د ښځو د حقونو ملاتړو عدالت غوښتنه وکړه، خو حکومت لکه څنګه چې لازمه وه د دوی غږ وانه‌ورېد، په پېښه کې ځیني ښکېل کسان د قانون له منګولو وتښتېدل، دولت یا د مصلحت له مخې او یا هم دا چې له عاملینو یې ملاتړ وکړ اصلي عاملین ونه‌نیول."

تازه د بشر له حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د فرخندې وژنه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اندېښنې وړ وضیعت ښکارندويي کوي.

د ښځو په چارو کې د دغه سازمان مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو ته ویلي چې د فرخندې وژنې دا وښوده چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت دېر ښه نه‌دی او افغان حکومت د دوی د حقونو خوندیتوب ته هم دېر اهمیت نه‌دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG