د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د افغانستان ختیځ کې د ښځو پیاوړتیا په موخه یو پروګرام پیل شوی


ارشیف: د افغان ښځو لپاره د حرفه يي زده کړو له پروګرامه یو انځور
ارشیف: د افغان ښځو لپاره د حرفه يي زده کړو له پروګرامه یو انځور

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د ملاتړ لپاره یې په ښځو او نجونو کې د پیاوړتیا او د داوطلبانه کار هڅونې پیل کړي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه دوام لري، د ملګرو ملتونو یوه اداره هڅه کوي، په خپله کاري ساحه کې د ښځو او نجونو لاسنیوی وکړي.

د افغانستان په ختیځ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاند عبدالعلي وايي، په افغان نجونو او ښځو کې د پیاوړتیا او د داوطلبانه کار د هڅونې لپاره د دوی نوی پروګرام د پوهنتون د محصلانو او فارغو شویو په مرسته پرمخ بیول کېږي.

ښاغلي عبدالعلي وویل: "د دې ابتکار کلیدي هدف د ښځو او نجونو د منزوي کېدو مخنیوی او په ټولنیز ژوند کې د دوی د ګډون هڅول دي چې دوی وکړای شي په سوله او اقتصادي پراختیا کې د داوطلبانه پیاوړتیا له طریقه خپله ونډه ادا کړي، د رهبرۍ تجارت زده کړي."

د عبدالعلي په خبره دغه تازه پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې پیل شوی چې یوازې په ننګرهار کې ۳۸ داوطلبې ښځې او نجونې په کې برخه لري.

د افغانستان په ختیځ کې د یو این ایچ سي آر ویاند عبدالعلي وايي، د ټولنې په وده کې د ښځو او نجونو زده کړه خورا مهمه ده.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د تعلیم پر فرصتونو، د شخړو له کبله داخلي بې ځایه شویو، طبیعي پېښو او د نجونو او ښځو پر زده کړو محدودیتونو ژور اغېز کړی دی. ځکه نجونې منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري."

ښاغلي عبدالعلي په افغانستان کې زوړ او تر تاریخ تېر درسي نصاب هم په دغه هېواد کې د زده کړې د وروسته والي بل علت وباله، چې لا هم محصلان د عصري علومو او د نوې ټکنالوژۍ په کارولو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي.

د افغانستان په ختیځ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د افغانستان د وګړو ۶۵ فیصده یې تر ۲۵ کلنۍ کم عمرونه لري او اکثریت یې نجونې دي، چې اوس د خپل راتلونکي په اړه څرګند لیدلوری نه لري.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا بل ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پرون د ماشومانو د تعلیم له فعالې ملالې یوسفزۍ سره د کتنې پر مهال د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وکړې.

وېسټ لیکلي، په زده کړو د نجونو سمبالول د یوه هېواد لپاره د ژوند د ښه کولو تر ټولو بهترینه لار ده.

له ملالې یوسفزۍ سره د ټوماسټ وېسټ او رینا امیري د کتنې انځور
له ملالې یوسفزۍ سره د ټوماسټ وېسټ او رینا امیري د کتنې انځور

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده کړو هم راوګرځولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG