د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

پسرلی او نوی لمريز کال؛ د نوروز فرهنګي جشن کې ولې د سمنک مېله جوړيږي؟


بدخشان کې يو شمېر مېرمنې د سمنک پخولو پر مهال سندرې وايي، انځور - ارشيف
بدخشان کې يو شمېر مېرمنې د سمنک پخولو پر مهال سندرې وايي، انځور - ارشيف

د سمنک دودیزه مېله، هر کال په افغانستان او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې د ښځو له‌خوا په ناستې، دایره وهلو او سندرو ویلو نمانځل کېږي.

خو سږ کال داسې برېښي، چې دا مېله د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او د موسیقۍ او سازونو پر غږولو د بندیز له امله په کمه او محدود ډول نمانځل شوې ده.

د کابل اوسېدونکې فرحت وايي، له يوې ډلې ښځو سره يې په کور کې د سمنک مېله جوړه کړه، دایره یې ووهله او نجونې او مېرمنې هم خوشحاله وې.

نوموړې وايي: "موږ خپله سمنک واچاوه، دایره مو هم ووهله، جشن مو ونیوه، سندرې مو هم وويلې، خو څوک ترې خبر نه‌شول."

"موږ خپله سمنک واچاوه، دایره مو هم ووهله

سمنک یو ډول خواږه خواړه دي، چې د غنمو له شیرې څخه جوړیږي او د کلتوري او فرهنګي دود له‌مخې، د نوي کال د نذر په توګه ګڼل کېږي.

د فارياب ولايت اوسېدونکې رعنا وايي، په نوي کال کې د نورو جشنونو ترڅنګ د سمنک جشن هم نمانځي.

اغلې رعنا وايي: "موږ سمنک د کال په اخرنۍ میاشت کې تیاروو او نوی کال په سمنک پیلوو، کله چې د سمنک مېله کېږي، د خپلو خپلوانو نجونې او ښځې دعوتیږي، ټول یو ځای کېږي. ښځې دایره وهي، سندرې وایي او تر سهاره خوشحالي کوي. پر دیګ دعا کوي تر څو دعا یې قبوله شي او وروسته بیا سمنک د نذر په توګه پر خلکو ویشي."

بدخشان کې يو شمېر ښځې د سمنک پخولو پر مهال، انځور - ارشيف
بدخشان کې يو شمېر ښځې د سمنک پخولو پر مهال، انځور - ارشيف

د هرات ولایت اوسېدونکې فرشته ابراهیم خېل وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د سمنک پخوانۍ مېله نه‌ده پاتې.

نوموړې وايي، که څه هم دې او ملګرو يې په کور کې کوچنۍ مېله جوړ کړی وه، خو په خبره یې د تېرو کلونو په څېر په دې ولايت کې رسمي مراسم نه‌دي ترسره شوي.

نوموړې وايي: "موږ یوه اوونۍ وړاندې یو محدود شمېر مېرمنو سره سمنک جور کړل. په سندرو او دودیز فرهنګ سره مو ونمانځل. خو په ټوليزه توګه په هرات کې د پخوا په څېر رسم او رواجونه لکه د يلدا شپه، سمنک او چهارشنبه سوري نه نمانځل کېږي."

زرمینه د لغمان ولایت اوسېدونکې هم وايي چې، سږ کال یې د کمزوري اقتصاد له امله د سمنک مېله ونه نمانځله.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی او سمنک ته یې دومره پام نه‌شته. سږکال بیا د روژې میاشت هم راغله، له همدې امله موږ هم سمنک پوخ نه‌کړ او د خلکو هم پام نه‌شو."

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سمنک او د نوروز د مېلو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تېر کال د طالبانو حکومت د نوروز د نمانځلو په تړاو وویل، په رسمي ډول نوروز نه نمانځي، خو د خلکو د نمانځلو مخه به هم ونه نیسي.

د سمنک مېله له پخوانیو وختونو راهیسې د نوروز له مېلو څخه ګڼل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG