د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

طالبان: د 'نوروز' نمانځنه د شریعت خلاف عمل دی، په اړه یې لا پرېکړه نه‌ده شوې


ارشیف، بلخ کې د نوروز جشن
ارشیف، بلخ کې د نوروز جشن

۷۵ کلنه نفس جان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په دوره کې د نوروز د نمانځنې کیسه کوي، نوموړې چې خپل ټول عمر یې په پلازمېنه کابل کې تېر کړی، دا په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د تاریخي پېښو او بدلونونو شاهده ده.

نفس جان وایي، که څه هم نوروز د افغانستان له پخوانیو جشنونو څخه دی، خو طالبانو په خپله واکمنۍ دا جشن له سترګو غورځولی دی: "نوی کال به مو نمانځه، شاه شهید او باغ بابر ته به تلو، خواړه مو ځان سره یوړل، د مبارکۍ لپاره به د خپلوانو کره ورتلو، خو چې لومړۍ دوره کې طالبان راغلل اجازه به یې نه ورکوله چې خلکو نوی کال نمانځلی وی یا د خپلو خپلوانو کره ورشي نجونو او هلکانو اجازه نه درلوده چې میلې ته ولاړ شي، خلک به نوی کال خپلو کورونو کې نمانځه، نو وبه لیدل شي چې اوس به اجازه ورکړي که نه؟"

هرکال به د نوروز په لومړۍ ورځ په بلخ، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جنډې پورته کولو دیني مراسم د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور ترسره کېدل.

خلک به هم له بېلابېلو نورو ولایتونو څخه دغو مراسمو او د ګل سرخ مېله کې د ګډون لپاره دغه ولایتونو ته سفرونه کول.

بلخ کې د نوروز جشن
بلخ کې د نوروز جشن

له دې سره مدني فعال طوی محمد بېګ زاده وایي، سږکال د نوروز د نمانځنې لپاره د چمتوالي فضا کمرنګه برېښي: "د نوروز د نمانځنې فضا کمرنګه ده، خلک د نوروز د نمانځنې لپاره لېواله نه دي تراوسه، تېرو کلونو کې به مو له ولایته بهر ډېر میلمانه درلودل چې راتلل به او بلخ ولایت کې به ډېر شور وو، هیله مند یو چې د حکومت مرکزي او سیمه چارواکي د دې ورځې د فرهنګي او ملي ارزښت په پام کې نیولو سره هم یو مثبت اقدام ترسره کړي."

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر که څه د نوروز نمانځنه حرامه او د شریعت خلاف کړنه بولي، خو ازادي راډیو ته یې وویل تردې دمه د نوروز د نمانځنې او نه نمانځنې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

دی وايي: "تراوسه ډېرې ورځې ورته پاتې دي د جنډې پورته کولو او د نوي کال د نمانځنې په اړه به یوه پرېکړه وشي هم به اعلامیه خپره کړو او هم به عامه پوهاوی وشي."

له دې مخکې به هم مذهبي رهبرانو د نوروز پر نمانځنې نیوکې کولې او حرام یې بلل، خو ځینو دیني عالمان په دې باور دي چې د نوروز د نمانځنې مخنیوی د اسلامي فقهې په هېڅ ځای کې په واضح ډول نه دی راغلی او د دې ورځې نه د سنتي او فرهنګي جشن په توګه نمانځنه ښه کار دی.

یو شمېر فرهنګپالان هم د نوروز نمانځنه، د ګل سرخ مېله او د بزګر ورځې مېله د هېواد ملي او کلتوري ارزښتونو په توګه یادوي.

XS
SM
MD
LG