د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د نوي لمريز کال پيل؛ په رسمي توګه د نوروز لمانځلو سره د طالبانو حکومت مخالفت


ارشيف، هرات کې د نوروز ورځې لمانځنه
ارشيف، هرات کې د نوروز ورځې لمانځنه

نن د نوي ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري یا حمل لومړۍ نېټه د نوروز ورځ ده.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې نوروز په رسمي مراسمو نه‌لمانځي او نه هم نن عمومي رخصتي ده، خو که خلک دغه ورځ لمانځي دوی یې مخه نه‌نیسي.

دغه‌راز یو شمېر جګپوړو امریکایي چارواکو او ملګرو ملتونو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او د سولې او سوکالۍ هیلې یې کړې ډي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نوي کال په مناسبت غږیز پیغام کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، وویل: "په داسې حال کې چې پسرلی پیلېږي، زه هیله‌من یم چې دا کال د لویو او وړو ستونزو پای وي او د نوي کال پیل د ټولو لپاره ښه روغتیا، سوله او سوکالي له ځان سره ولري."

توماس وېسټ هم په یوه ټویټ کې د افغانانو او نورو لپاره چې نوی کال لمانځي د له خوښیو ډک نوروز هیله کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو کورنۍ له ټولو هغو افغانانو سره ځان شریکوي چې نوروز لمانځي او د راتلونکي سوله‌ییز کال لپاره خپلې هیلې شریکوي.

په افغانستان کې هر کال نوی کال یا نوروز په ټولو ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېده، خو سږکال چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د نوروز د رسمي مراسمو څرک نه‌لګېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند محمد یونس صدیقي روېټرز ته ویلي چې دوشنبه به چې د نوي کال لومړۍ ورځ ده، عمومي رخصتي نه‌وي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالاحد عماد روېټرز ته ویلي چې موږ نوروز رسماً نه‌لمانځو، خو که خلک دا جشن لمانځي مخه‌یې نه‌نیسو.

د نوي کال له پیلېدو سره دغه‌راز د افغانستان په سړو سیمو کې هم نوی تعلیمي کال د حمل په دوهمه پیلېږي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به په هېواد کې هېڅ یو ښوونځی تړلی پاتې نه‌شي.

طالبانو ژمنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې به هم بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

XS
SM
MD
LG