د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د نوي ښوونیز کال پیل؛ اندېشه: تر ۶ میلیونه ډېر ماشومان له زده کړو محرومېږي


ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی وایي چې په نوي ښوونیز کال کې به تر شپږ میلیونه ډېر افغان ماشومان له زده کړو محروم شي.

نصیر احمد اندېشه دا خبره په جینوا کې د ماشومانو د زده کړو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.

نږدې نولس میاشتې وشوې چې طالبانو کابل نیولی دی، خو د نجونو ښوونځي یې له شپږم ټولګي پورته بند کړي او وایي چې تر بله امره پورې به بند وي، خو دا امر لا نه و راغلی چې د نجونو پر مخ یې د پوهنتون دروازې هم وتړلې.

په افغانستان کې د میلیونونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو ته لس ورځې پاتې شوې، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو برخلیک معلوم نه دی.

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه پرون د مارچ ۱۰مه په جینوا کې یوې غونډې ته چې په کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ماشومانو د زده کړو مسئله څېړل کېده، د غونډې له برخه والو وغوښتل چې په افغانستان کې هغو میلیونونو ماشومانو ته توجه وکړي چې له زده کړو پاتې دي.

اندېشه زیاته کړه چې د افغان ماشومانو دا هیلې باید مړاوې نه شي.

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه
د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه

نوموړي زیاته کړه: "څه باندې اونۍ یعنې د مارچ په ۲۱مه په افغانستان کې ښوونځي پرانیستل کېږي، خو تر شپږ میلیونه ډېر ماشومان چې اکثر یې نجونې دي له ښوونځیو پاتې کېږي."

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي د خپلو خبرو له دوو ټاکل شویو دقیقو څخه اعتراضاً یوه دقیقه سکوت وکړ او د غونډې له غړیو یې وغوښتل چې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو پاتې کېدو ته فکر وکړي.

پروسږکال د نوروز په دویمه په میلیونه نجونې د ښوونځيو په لور روانې شوې، خو په همدې ورځ طالبانو د دوی مخه ونیوله او ورته ویې ویل چې "بېرته کورونو ته ستنې شئ او تر بله امره صبر وکړئ."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان کمېشنر ولکر ټرک په پرونۍ غونډه کې پرته له دې چې د افغانستان نوم یاد کړي د نړۍ پر حکومتونو غږ وکړ چې د ماشومانو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي.

ارشیف: په بادغیس کې د نجونو یو ښوونځي
ارشیف: په بادغیس کې د نجونو یو ښوونځي

ټرک وویل: "له حکومتونو غواړم چې نور پرېکنده اقدامات وکړي او په ځانګړي ډول د ماشومانو ګټو او حقونو ته د خپلو پالیسو په مرکزونو توجه وکړي."

ولکر ټرک تر دې مخکې ویلي وو چې افغانستان نن سبا د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد ځای دی، په ځانګړې ډول د زده کړو په برخه کې.

طالبانو د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ بندې کړي.

سره له دې چې نړیوالو په تېر نږدې یو نیم کال کې بیا بیا له طالبانو غوښتي چې نجونې زده کړو ته پرېږدي، خو دوی تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د بشري حقونو ګڼ فعالان په دې باور دي چې پر طالبانو د بندیزونو د لګېدو او په تېرو نږدې نولس میاشتو کې چې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، اصلي علت د دوی له لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG