د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابېدو دی او د طالبانو بې رحمانه بندیزونه دوام لري.

په افغانستان کې یو شمېر ښځې د طالبانو حکومت له پرله پسې زیاتېدونکو ستونزو او محدودیتونو څخه شکایت کوي او وايي چې په وېره له کوره وځي او د ځاني خوندیتوب احساس نه کوي.

يوه ښځينه ورزشکاره، چې ويې نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، په افغانستان کې د ښځو لپاره شرايط ورځ تر بلې خرابېږي.

هغې زياته کړه: "زه پخوا ورزشکاره وم او له دې امله نه شم کولای چې آزاد تګ راتګ وکړم، په ډېره ویره تګ راتګ کوم. دا ستونزې او ستونزمن شرایط ورځ تر بلې سختېږي او اوس هيڅوک د هغوی وضعيت ته پام نه کوي، ورزشکارانې، خبريالانې او مدني فعالانې يو هم ښه وضعيت نه لري او په خطر کې دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی او هره ورځ د طالبانو بې رحمانه بندیزونه دوام لري.

د دې سازمان د امريکا متحد ايالاتو دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ښځې تقريباً په هره کچه له عامه ونډې او سیاسي تصمیم نیولو څخه بې برخې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تللو حق نه لري.

د دې سازمان په خبره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې، باید له طالبانو د افغانستان په اړه د نړیوالو ژمنو او مکلفیتونو په اړه حساب واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامارد د پنجشنبې په ورځ د يوه ټويټ په خپرولو ويلي چې په افغانستان کې ښځې د دې لپاره نیول شوي، ځورول شوي او لادرکه شوي چې د طالبانو د هغه په خبره وحشي تګلارو په وړاندې يې چې هغوی له تعلیم، کار، تفرېح او عامه ځایونو ته يې له تلو محرومې کړي، اعتراضونه کړي وو.

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغان میرمنو مبارزه چې د روان ظلم پر وړاندې او د بشري حقونو د دفاع لپاره يې خپل ځانونه په خطر کې اچولي، د ټولو نړیواله مبارزه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان دغوڅرګندونو ته په اشارې سره، د مدني حقونو یو شمېر فعالان وايي، کله چې افغان مېرمنې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې وي، د هغوی د سیاسي ونډې څرنګوالې په اړه خبرې نه شي کېدای.

د معصومه حسيني په نوم يوې فعالې آزادی راډيو ته په خبرو کې وويل چې د افغان ښځو د وضعیت په بدلولو کې د نړیوالو سازمانونو غږ اوچتولو يې کومه اغېزمنه پایله نه ده لیدلې.

نوموړې زياته کړه: "ډېر د خواشینۍ ځای دی چې نن ورځ ټوله نړۍ د افغانستان د ښځو د وضعیت او د ټول افغانستان وضعيت په اړه خبرې کوي، خو د افغانستان خلکو ته يې د حل کومه لاره نه ده وړاندې کړې، له بده مرغه د افغان مېرمنې غږ تر ټولو خورا خاموش غږونو څخه دی چې نه چا اورېدلی ، نه يې په سترګو لیدلی، هېڅ غوږ نه دی اورېدلی."

د طالبانو حکومت د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د ښوونځیو دروازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ وتړلې او په دې وروستیو کې یې پوهنتونونو ته د ښځینه زده کوونکو پر تګ بندیز ولګاوه.

په دولتي او نادولتي دفترونو کې له څو محدودو دفترونو پرته د ښځو فعالیتونه منع دي او پارکونو، ورزشي تالارونو، ښځينه حمامونو ته له تګ او په نورو ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون څخه منع دي.

که څه هم د طالبانو حکومت، د بخښنې نړیوال سازمان د نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG