د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

پیپلز ډسپچ: د طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه زره افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي


ارشیف: د جلال اباد ښار یوه څنډه
ارشیف: د جلال اباد ښار یوه څنډه

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې افغانې د ژوند کیسه رااخیستې چې دیارلس کلنه وه او پلار یې په ولور ورکړه.

د هغې پلار په مخدر موادو روږدی و.

دا مېرمنه وایي چې د واده له لومړۍ ورځې یې پر دې فکر کاوه چې څرنګه به د مېړه کور پرېږدي. اخر دا له دې کوره ولاړه، طلاق یې واخیست او له بل چا سره یې واده وکړ.

ورځپاڼه لیکي چې دا مېرمن اوس د طالبانو په واکمنۍ کې بیا په تېښته ده ځکه چې د زنا په تور ممکن زنداني شي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي چې دا مېرمن د افغانستان د لوېدیځ ده چې د جمهوریت په وخت کې یې د دې لپاره طلاق اخیستی و چې مېړه یې وهي او مېړه یې محکمې ته نه ور ورغلی چې د طالبانو په حساب د دې طلاق باطله دی او د دې دویم واده هم سم نه دی.

ورځپاڼه د یو شمېر پخوانیو قاضیانو او وکیلانو په وینا لیکي چې په زرګونو داسې افغان مېرمنې شته چې د تېر حکومت پر مهال یې داسې طلاق اخیستی دی چې مېړونه یې په محکمو کې حاضر نه و او اوس دا مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د زنداني کېدو له خطر سره مخامخ دي.

واشنګتن پوسټ د پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو په وینا څرګندوي چې د تېر نظام پر مهال د هغو مېرمنو د طلاق غوښتنه منل شوې چې د خپلو مېړونو له زور زیاتي او ظلمه به یې کور پرې ایښی و یا به یې مېړونه په مخدر موادو اخته وو.

ورځپاڼه لیکي، په ۲۰۲۲م کال کې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ راوروسته د طلاق واک د نارینه و په لاس کې شوی دی خصوصاً د هغو نارینه وو په لاس کې پرېوتی دی چې له طالبانو سره نږدې روابط لري.

پیپلز ډسپچ:

د طالبانو له بیا واکمنۍ راپه دې خوا د لوېدیځ د یوې بلې خپرونې، پیپلز ډسپچ په وینا په سلګونو زرو افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د دې خپرونې په باور د متحده ایالتونو بندیزونه، د سوداګرۍ په چارو کې خنډونه او په افغانستان کې د بهرنیو پانګه والو د ښکېلتیا د کمېدو له امله له درېیو دوې افغان کورنۍ د لومړنیو خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شوې دي.

پیپلز ډسپچ وړاندې د افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د اټکل له مخې چې په خپل تازه راپور کې یې کړی دی، لیکي، د طالبانو له واکمنۍ راوروسته په زراعتي، ملکي خدماتو او رغونې برخو کې ډېرو خلکو کارونه له لاسه ورکړې دي چې شمېر یې شاوخوا اوو لکو ته رسېږي.

د افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل نوي راپور کې د پروسږکال له جولای تر ډسمبر پورې موده رانغښتې ده.

ایفننګ سټنډرډ:

ایفننګ سټنډرډ برتانوي خپرونې بیا د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته له افغانستانه د هغو افغانانو د ایستلو په اړه لیکنه خپره کړې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو سره کار کړی دی.

د دې خپرونې په باور لاهم په افغانستان کې نږدې زر تنه داسې افغانان پاتې چې له برتانوي پوځیانو سره یې همکاري کړې ده او باید بریتانیا ته انتقال شي.

بریتانیا د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې یو پروګرام جوړ کړ چې هدف یې دا و چې هغه کسان چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له پوځیانو سره همکاري کړې ده، بریتانیا ته ولېږدوي.

د دې پروګرام له مخې په لسګونو زره کسان بریتانیا ته انتقال شوي چې د څه باندې پنځوس زره کسانو دوسیې لاهم نه دې حل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG