د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټګۍ سره په خرابېدو دی.

دې سازمان پرون ناوخته یوه اعلامیه کې د دې ادارې د عمومي منشي اګنس کالمارډ له قوله لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري.

نوموړي د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو او مدني فعالانو، استادانو، خبریالانو او نورو نیول کېدو ته په اشارې سره ویلي، دوی په خپلسري او غیر قانوني ډول او د طالبانو په تګلارو د نیوکو له امله نیول شوي، په داسې حال کې چې کورنیو یې ورته هېڅ ډول لاسرسی هم نه‌درلود.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي زیاتوي: "وروستیو کې هغه کسان چې د طالبانو په ناسمو تګلارو نیوکه کوي، له کوم دلیل پرته نیول شوي. تر خوا یې د نجونو او ښځو ځپل دوام لري."

د بخښنې نړیوال سازمان دا خبره د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په درشل کې کوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره رد کړه چې ګنې دوی له کومه دلیل پرته خلک نیسي او په خپل‌سري ډول یې زندان ته اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "دا انتقادونه بې ځایه دي، ځکه چې حکومت او نظام خامخا چې چلېږي هغه به کله کله د دغو مخالفینو یا شریرو اشخاصو مخه نیسي چې د نظام پر ضد حرکت کوي."

طالبانو نږدې تېرو دوه میاشتو کې د ښځو د حقونو مدافعه نرګس سادات، د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل، مدني فعال فردین فدايي، لیکوال ذکریا اصولي، افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، پخوانی سناتور قیس خان وکیلي، خبریال یارمحمد مجروح او خبریال اسماعیل رحماني نیولي، خو له دوی یې یو شمېر کسان بېرته خوشې کړي دي.

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د کابل پر سړکونو وړیا کتابونه وېشل چې طالبانو ونیوه او شاوخوا یوه میاشت وروسته یې خوشې کړ.
د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د کابل پر سړکونو وړیا کتابونه وېشل چې طالبانو ونیوه او شاوخوا یوه میاشت وروسته یې خوشې کړ.

ازادي راډیو له یو شمېر دوی سره چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو له بنده خوشې شوې اړیکه ونیوله، خو په دوی کې ځینو د امنیتي ستونزو له امله له خبرو ډډه وکړه او ځینو نورو یې بیا اړیکه او پیغام ځواب نه کړ.

خو د طالبانو له بنده یو خوشي شوي کس، چې ویې نه غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم، پېژندګلوي او غږ په راپور کې خپور شي نن ازادي راډیو ته د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه پر ځای وبلله او په یو پیغام کې یې ولیکل، طالبان پرته له دې چې قوانینو او اصولو ته پام وکړي، فعال افغانان نیسي او زندان کې یې سخت شکنجه کوي.

هغه وویل: "زه یې له نیولو وروسته دوه ساعته داسې ووهلم چې ضعف مې وکړ، نور په ځان پوهه نه‌شوم، خو چې په هوښ راغلم، ټول بدن کې شین شوی و او په لاسونو کې مې وینې پرنډ شوې وې."

د بخښنې نړیوال سازمان هم په خپله پرونۍ اعلامیه کې ویلي، دوی په مکرر ډول د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو د سرغړونو او د دوی له‌خوا شوي جرمونه مستند کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نن ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې دوی نیولي د نظام پر ضد یې تحرکات درلودل او یا یې هم تخریب کاوه.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د هغو افغانانو د نیولو لړۍ ته زور ورکړ چې د دوی په کړنلارو یې نیوکه کوله.

د نیولو دا بهیر له هغو نجونو او ښځو پیل شو چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې واټونو ته راووتې او د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره یې غږ پورته کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG