د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

افغان حکومت د نوروز جشن د سیمې د هېوادونو د سفیرانو په ګډون ارګ کې نمانځي


ارګ ماڼۍ
ارګ ماڼۍ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د نوروز جشن به د لوړپوړو چارواکو او د سیمې د هېوادونو د سفیرانو په ګډون په ځانګړو مراسمو کې په ارګ کې ونمانځي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "نوی کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې نمانځل کېږي، جمهور رئیس به د نوي کال مراسمو کې ګډون وکړي، د نوي کال د حوزې سفیران هم را غوښتل کېږي، دا جشن په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو کې ونمانځل شي."

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه، د نوي کال جشن به په مزار شریف، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سخي جنډې په پورته کېدو سره ونمانځل شي.

په تېرو کلونو کې د نوي کال مراسم په مزار شریف کې د لوړپوړو چارواکو په ګډون نمانځل کېدل، خو سږ به په رسمي ډول ارګ کې ونمانځل شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په مزار شریف کې د نوي کال مراسمو کې چې د افغانستان تر ټولو لوی مراسم ګڼل کېږي، له دولتي چارواکو څوک ګډون وکړي؟

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له څو میاشتې را په دیخوا له سختو ناامنیو او تاوتریخوالي سره مخ دی او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي.

آرشیف، په ایران کې د نوروز د جشن نمانځنه
آرشیف، په ایران کې د نوروز د جشن نمانځنه

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نوي کال جشن لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل: "د نوي کال جشن او د نوروز میلې لپاره د پولیسو دندې فوق العاده شوي، په هغو ځایونو کې چې خلک راټولېږي د کشفي او امنیتي ځواکونو تر جدي څار لاندې دي، موږ له خپلو خلکو غواړو چې پرته له کومې ویرې د نوي کال په جشن کې ګډون وکړي."

که څه هم نوروز د افغانستان په ګډون، ایران، ترکیې او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي، خو اوس دا ورځ په یو نړیوال جشن بدله شوې ده.

ملګرو ملتونو څو کاله وړاندې نوروز د نړۍ فرهنګي میراث کې شامل کړ.

دا ورځ نه یوازې افغانستان بلکې، ایران، تاجکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونو، قفقاز او بالکان کې د لرغوني جشن په توګه نمانځل کېږي.

د راپورونو پر بنسټ څه د پاسه ۱۰۰ میلیونه خلک یاد جشن نمانځي.

ملګرو ملتونو په کال ۱۳۸۸ کې د نوروز جشن د نوروز نړیوالې ورځې په نوم په رسمي توګه وپېژانده او خپلې رسمي جنترۍ کې یې شامل کړ.

XS
SM
MD
LG