د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ځینې افغانان: د طالبانو محدودیتونو د نوروز نمانځنې روحیه له منځه وړې


ارشيف، هرات کې د نوروز ورځې نمانځنه
ارشيف، هرات کې د نوروز ورځې نمانځنه

یو شمېر افغانان وایي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او کړکېچن وضعیت له امله ښایي دوی د نوروز نمانځلو ته زړه ښه نه کړي.

داسې ښکاري چې ښايي سږ کال افغانان د هفت سین او د هفت مېوې د جوړولو لپاره ډېر چمتو نه دي.

خلک وایي، اقتصادي کړکېچ او د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه د دې لامل ګرځېدلي چې له دوی سره د نوروز د نمانځلو پخوانی شوق ونه اوسي.

د کابل ښار اوسېدونکې فرشته وایي، په تېرو کلونو کې به نجونې او ښځې له خپلو کورنیو سره د نوروز د جشن د نمانځلو لپاره تفرېحي پارکونو او شنو غونډیو ته تلل، خو د دې په خبره، اوس ښځې د تازه هوا د اخیستلو اجازه هم نه لري.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال د شته ستونزو له امله موږ نوی کال نه نمانځو. هغه ستونزې چې د ښځو په مقابل کې دي. ښځو ته اجازه نه ورکوي چې تفرېحي پارکونو ته ولاړې شي، ان د سیاحت اجازه هم نه لري، نو ځکه موږ سږ کال د نوی کال نه نمانځو."

فقر او بېکاري بله ستونزه ده چې له خلکو یې د نوروز د نمانځلو خوښي اخیستې ده.

سپوږمي د ننګرهار اوسېدونکې ده.

هغه وایي، په تېرو کلونو کې به دوی د نوروز د نمانځلو لپاره د هفت مېوې د جوړولو د سمنک او د پخولو لپاره هوډ درلوده، خو د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال د تېرو کلونو په شان چمتووالی نه لري.

له هغه وخت راهیسې چې نوي حکومت خپل کار پيل کړی نو ډېری کورنۍ وزګاره شوي او ښه وضعیت نه لري.

هغې وویل: "خلک نه شي کولای چې د تېرو کلونو په شان ځینې د خوښۍ ورځې لکه نوروز ونمانځي. له هغه وخت راهیسې چې نوي حکومت خپل کار پيل کړی نو ډېری کورنۍ وزګاره شوي او ښه وضعیت نه لري چې دا ورځ په ښه توګه ونمانځي او د نوي کال ځینې ځانګړي خواړه لکه سمنک یا هفت مېوه واخلي او چمتو یې کړي."

د کابل ښار اوسېدونکي مسعود یو کال کېږي چې کوژده یې کړې.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "هر کال نوروز د خلکو د فرهنګ سره سم نمانځل کېده، خو د طالبانو له ډاره د دغې ورځې له نمانځلو محروم یو. زه خپله شخصاً کوژدن یم. د اقتصادي ستونزو له امله چې یې لرم نه شم کولای خپلې کوژدنې ته نوروزي یا عیدي وروړم. خدای دې خپله رحم وکړي چې د خلکو وضعیت ښه شي."

په بازارونو کې پلورونکي هم د پلور د بازار له سوړوالي شکایت کوي.

د کابل په منډوي کې د وچو مېوو پلورنکی نبي ازادي راډیو ته وویل، سږ کال یې د پلورل بازار کچه کمه شوې.

هغه وايي: "د مېوو د بازار له نظره سږ کال د وچو مېوو بازار پیکه شوی. د خلکو اقتصاد ضعیف دی، پیسې کمې لري. یوڅه زموږ بازار پيکه شوی، له هغه وخت راهیسې چې نوی حکومت راغلی او خلک بهر ته تللي دي."

دا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دویم نوروز دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نوروز د نمانځلو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تېر کال د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالاحد عماد رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې دوی په رسمي ډول نوروز نه نمانځي، خو د خلکو مخه هم نه نیسي.

ملګرو ملتونو د مارچ ۲۱مه د نوروز د جشن د نمانځلو نړیواله ورځ بللې ده او د افغانستان خلک هر کال په اول د حمل د نوروز جشن نمانځي، هفت سین، سمنک او هفت مېوې جوړوي.

راپور -نرګس مومند حسنزۍ

XS
SM
MD
LG