د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د یلدا شپه د افغانانو په فرهنګ کې کوم ځای لري؟


ارشیف، د یلدا شپې نمانځل
ارشیف، د یلدا شپې نمانځل

د لیندۍ/ قوس میاشتې وروستۍ شپه، د یلدا شپه چې د افغانانو په فرهنګ کې ځانګړی ځای لري، هغه شپه ده چې د لیندۍ میاشتۍ د وروستۍ نېټې د لمر پرېوتو څخه پیل او د جدي میاشې د لومړۍ ورځې تر لمر خاته پورې دوام مومي.

دغه شپه د «چله» په نوم هم یادېږي چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده.

فرهنګ پوهان وايي، د یلدا د کلېمې ریښه سریاني ژبې پورې رسېږي، سریاني هغه ژبه چې په مصر او شااوخوا سیمو کې پرې خبرې کېږي.

لرغون پېژندونکي وايي، د سریاني ژبې ویونکي عراق، خراسان، ختیځ روم او نورو سیمو ته کډه شول او ګمان کېږي چې د یلدا ویئ (لفظ)، له همدغې ژبې پاتې شوی دی.

لیکوال او شاعر نقیب اروین ازادي راډیو ته وویل: "دغه مراسم د نوروز، مهرګان او داسې نورو په څېر د تاریخ په اوږدو کې پاتې دي او له طبیعت نه اخیستل شوي دي او په دوهم پړاو کې د خلکو له عادي ټولنیز ژوند سره تړاو لري."

د یلدا د شپې په اړه بېلابېل حکایتونه شته.

ویل کېږي، خلکو دغه شپه د نخس د شپې په نوم یادوله او هڅه‌یې کوله چې د شپې په محلفونو، ساعت تېریو او د خوښیو د ناستو په جوړولو سره نخسیت له‌منځه یوسي.

فرهنګ‌پوه ګل احمد نظري اریانا ازادي راډیو ته وویل، خلکو به په دغه شپه پر دسترخوانونو، وچې مېوې، انار، هندواڼې او داسې نورې مېوې چې سره رنګونه به په‌کې وو، ایښودل. سور رنګ‌یې له رڼا سره تشبیه کاوه او دا یې پر تیارو د رڼا بریالیتوب او د یوې تورې شپې پاې ګاڼه.

ارشیف، د یلدا شپې لپاره تیاری
ارشیف، د یلدا شپې لپاره تیاری

ښاغلی نظري اریانا وايي: "شهنامه به‌يې لوستله، دوی نکل‌چیان وو، نکل‌چي هغه کس و چې دغه کیسې به‌یې په حرکاتو او تمثیل اجرا کولې، ډېر په زړه پورې وو چې صحنه به‌یې تمثیلوله، لکه جنګ کول، تورې وهل، غیږې نیول او داسې نوربه یې د بدن دغړیو په حرکتونو اجراکول چې جالب اوډراماتیک به وو.»

د ښاغلي اریانا په خبره، دغه شپه په تاجکستان، ایران، افغانستان، ازبکستان او حتی د یلدا د شپې تاریخ سره په تړاو، څه ناڅه په ځینو اروپايي هېوادونو کې هم نمانځل کېږي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هڅه کوي چې لرغوني دودونه او فرهنګ تازه وساتي.

صابر مهمند
صابر مهمند

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند ازادي راډیو ته وویل: "د یلدا شپه له دغو دودونو څخه ده، سږکال وزارت تابیا کړې چې دغه شپه د محفلونو په جوړولو سره ونمانځي."

که څه هم څو کلنو جګړو د دغې شپې نمانځل پیکه کړي او هر کال‌یې نمانځل راکمېږي، خو اوس بیا هڅې کېږي چې د دغې شپې د نمانځلو دود تازه شي.

راپور: مهناز نوري

XS
SM
MD
LG