د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

په مزار شریف او ارګ کې د ۱۴۰۰ کال نوروز ځانګړي مراسم لمانځل کېږي


ارشیف، کابل کې سخي زیارت
ارشیف، کابل کې سخي زیارت

نن د ۱۴۰۰ کال لومړۍ ورځ او د ۱۵مې لمریزې پېړۍ اوله ورځ، د افغانستان خلک د شدیدو امنیتي تدابیرو سره د نوروز مراسم لمانځي.

په افغانستان کې د نوې پېړۍ پیل داسې مهال لمانځل کېږي چې دا هېواد تېر یو کال د سختو امنیتي ننګونو او تاوتریخوالي شاهد وو. د کرونا ویروس هم دغه کال خلک ډېر اندېښمن کړل.

خو له شته ننګونو سره سره تمه ده زرګونه افغانان د نوروز جشن په لرغونو مراسمو کې ګډون وکړي.

افغان چارواکي د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

هر کال د نوروز ورځ په مزار شریف ښار کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي. سږ کال ارګ هم د دغو مراسمو لپاره تدابیر نیولي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نوی کال په ځانګړو او متفاوتو مراسمو په ارګ کې لمانځل کېږي. ولسمشر د نوروز په جشن کې ګډون کوي. د نوروز حوزې سفیران هم بلل کېږي. دا جشن په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو سره کېږي."

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د دې ورځې د لمانځلو لپاره په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د نوروز د مراسمو په درشل کې امنیتي چارواکي وایي چې د کابل په ارغندې سیمه کې یې تېره شپه د چاودېدونکو موادو ډک موټر نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا ضیا د امنیتي تدابیرو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ټولې هغه سیمې چې خلک په‌کې راټولېږي او د نوروز جشن لمانځل کېږي، د امنیتي ځواکونو تر شدید امنیتي پوښښ لاندې دي. له هېوادوالو غواړم چې له اندېښنې او تشویش پرته نوی کال ولمانځي او د نوروز په جشن کې ګډون وکړي."

خو په ارګ کې دا مراسم د دې سبب نه‌شول چې خلک په مزار شریف ښار کې د نوروز جشن لرغونو مراسمو ته له ورتلو ډډه وکړي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وویل په دې جشن کې شاوخوا څلور نیم زره کسان د روضې په زیارت کې چې حضرت علي ته منسوب ده، راټولېږي چې په هغو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ډیپلوماتان شامل دي.

حضرت علي ته منسوب د روضې زیارت
حضرت علي ته منسوب د روضې زیارت

د همدې مراسمو لپاره په بلخ ولایت کې هم جدي امنیتي تدابیر نیول شوي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي دا تدابیر یې بې‌ساري دي. د نوموړي په خبره د مزار شریف ښار شاوخوا ته پنځه امنیتي کمربندونه جوړ شوي او د روضې شاوخوا کورونه او اپارتمانونه یو په یو تلاشي کېږي او تر نظر لاندې دي.

ښاغلي عادل ازادي راډیو ته وویل: "سږکال له ځانګړو امنیتي تدابیرو سره دا مراسم لمانځو. له هغو درنو مېلمنو څخه چې د مزار شریف ښار ته راځي هیله لرو چې د هر ډول مشکوکو قضیو په لیدو سره د بلخ ملي پولیسو سره د دې لرغونو مراسمو د امنیت د ټینګښت په برخه کې مرسته او همکاري وکړي."

ارشیف
ارشیف

ښاغلي عادل زیاته کړه چې د پولیسو او امنیتي ساتونکو د ټیلیفون عاجلې شمېرې چاپ او له بېلابېلو لارو خلکو ته رسول شوي چې د اړتیا په صورت کې اړیکه ونیسي.

نوموړي د امنیت په ټینګښت کې د خلکو همکاري مهمه وبلله.

XS
SM
MD
LG