د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

مزار شریف کې د پېړۍ بدلون او د نوروز جشن د لمانځلو ته پراخ چمتووالی نیول شوی


ارشیف، مزار شریف کې د نورو جشن لمانځل
ارشیف، مزار شریف کې د نورو جشن لمانځل

تر راتلونکو څو ورځو ۱۳۹۹ لمریز کال پای ته رسېږي او ورسره سم ۱۵مه پېړۍ هم پیلېږي.

د هر لمریز کال په لومړۍ ورځ په بلخ کې د ۴۰ ورځو لپاره د نوروز مشهور جشن لمانځل کېږي.

تېر کال دا جشن د کرونا وبا د خپرېدو له امله ترسره نه‌شو.

خو اوس په داسې حال کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال ختمېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د بلخ ځايي چارواکي وايي چې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال عطا محمد ساهو ازادي راډیو ته ویلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د نوروز جشن به د کورني او بهرني مېلمانو په ګډون ولمانځل شي.

هغه ووېل: "له امنیتي چمتووالي نیولې تر فرهنګي کړنو هر څه وار له مخه برابر شوي. ښار ته ښکلا او نظم ورکړل شوی. هغه مېلمانو ته چې له نورو ولایتونو او بهر نه راځي ځای ځانګړی شوی دی."

حضرت علي ته منسوب زیارت کې د جهنډې د پورته کولو مراسم
حضرت علي ته منسوب زیارت کې د جهنډې د پورته کولو مراسم

د ساهو په خبره چې د راتلونکي نوروز په جشن کې به څه باندې ۶،۵۰۰ کسان ګډون وکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ چې حضرت علي ته د منسوب زیارت څلور لوري په څراغونو پوښل شوي او د زیارت د اطرافو ګلدانونه هم نوي شوي دي.

د بلخ امنیتي چارواکي هم وايي چې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت په ګډون څلور زره ځواکونه توظیف شوي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې سر له اوسه د مزار-کابل، مزار-جوزجان په لویو لارو او همداراز دننه په مزار ښار کې د امنیتي ځواکونو ثابت او سیارې ګزمې پيل شوي.

هغه زیاته کړه: "د ۱۴۰۰ لمریز کال نوروز به په ډېرو کلکو امنیتي تدابیرو سره ولمانځل شي. موږ تر دې دمه ټول ګواښونه رفع کړي دي او د دې په هڅه کې یو چې وکولای شو یو ارام او مصون چاپېریال رامنځته کړو."

هغه کسان چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د نوروز په جشن کې د ګډون لپاره له نورو ولایتونو راغلي هم په مزار شریف کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

۲۷ کلن احمد فیصل قاسمي د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دی وايي: "د مزار شریف چاپېریال ډېر ښکلی شوی دی. د نوروز لپاره چمتووالی ډېر ښه دی. زه له خپلې کورنۍ سره له هرات نه راغلی یم. زما هیله دا ده چې د مراسمو امنیت ډېر ښه واوسي."

حضرت علي ته منسوب زیارت روضه شریف
حضرت علي ته منسوب زیارت روضه شریف

نوروز د نوي کال د لومړۍ ورځې د رسېدو په پلمه د خوښیو د لمانځلو جشن دی چې له پخوا زمانو په میراث پاتې دی او هر کال د پسرلي په لومړۍ ورځ حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جهنډې په پورته کولو سره پیلېږي او بیا تر ۴۰ ورځو دوام کوي.

XS
SM
MD
LG