د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

په افغانانوکې د نوروز لمانځل یو لرغونې دود دی


په افغانستان کې نوې کال په داسې وخت کې پیلیږي، چې طبیعت هم ورسره خپل رنګ بدلوي او د پسرلي ښکلې موسم پیلیږي.

همدا لامل دې، چې د نوي کال لمانځلو ته په بېلابېلو کچو تیارې نیول کیږي، دا تیارې تقریبا د کال د وروستۍ میاشتې په وروستۍ لسیزه کې خورا زور اخلي.

یو شمېر کورنۍ د نوي کال لپاره کورونه پاکوي، نوې رنګ ورکوي، نوي فرشونه، نوی پردی توشکو ته نوی پوښونه او همدا راز میز او چوکۍ نوی کوي.

ځیني میرمنې وایې، چې د نوي کال لپاره ېې د کور وسایل نوي کړی او په زرګونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلي دي:

"چې توان ولري، کالي اخلي، پردې جوړوي، فرشونه بدلوي، مثال د کور ټول تنظیم شیان جوړوي"

"ما مې خپل کور پاک کړی نوې پردې مې جوړې کړي، نوې توشکې او نوی فرش هرڅه مو نوي کړي دي، د نوي کال لپاره مو شاید له لسو زرو څخه زیاتې پیسې مصرف کړي وي."

"هغه څوک چې وس ولري پردې هم نوي کوي، توشکې هم نوي کوي، فرشونه هم کور ته اخلي، خو د چا چې وس وي کوي یي د چا چې وس نه وي نه یي کوي."

د نوي کال لپاره د کور د وسایلو له نوې کولو ترڅنګ ځیني کورنۍ اوه ډوله میوه او یا هم اوه ډول خواړه جوړوي او همدا راز ځیني نور په دې ورځ سپپن چرګ حلالوي.

په ځیني سیمو کې د سمنک پخول هم رواج لري، نجونې او ښځې په دې میله کې نڅا کوي او د سمنک پخولو ته ځانګړې سندرې وایي او خوشحالی کوي.

په یو شمېر کورنیو کې سابه او د سپینو وریجو چلو د نوروز د لومړۍ ورځې د غرمې خواړه بلل کیږي، یو شمېر میرمنې په دې اړه وایي:

"ټول اماده ګې نیسي معمولا ښځې هفت میوې تیاروي، سبزي چلو سپینې وریځې پخوي، سابه هم ورسره وي د پښتنو همدا نوی رواج دی."

"د نوروز په شپه موږ اوه ډوله خواړه تیاروو، د نوروز په ورځ هفت میوه جوړوو خیشتووو یې او بیا د دوستانو کره ځو"

د کابل ښار دوکارنداران هم وایي، چې دا ځلي د نوي کال لپاره یي سودا ښه وه او دوي د نوروز په شپو ورځو کې د نورو ورځو په پرتله ډیر مشتریان درلودل.

د کابل د مکروریانو د مارکیټ یو تن دوکاندار چې د پردو لپاره تکه خرڅوي او پردې جوړوي وایي:

"ولا دا پردې چې موږ خرڅوو د نوروز لپاره یي ښه بازار دی، پردې ډیرې خرڅیږي، مثلا په ورځ کې چې د لس دولس پنځلس ان پنځه ویشت کړکیو په اندازه پردې خرڅوو، د یوې کړکۍ لپاره قیمت ترینه پرده لس زره افغانۍ ده او ارزانه یي یو نیم زر ده، خو خلک ډیرې قیمتي پردی جوړوي."

که څه هم نوروز له لرغونو زمانو راهیسې د افغانستان،ایران، ترکیې او د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو کې لمانځل کیږي، خو اوس دې ورځې د یوه نړېوال جشن بڼه غوره کړې ده .

د ملګرو ملتونو سازمان نوی کال (نوروز) د نړۍ په کلتوری میراثونو کې شامل کړی دی او ددی سازمان په وینا وروسته لدی به دا ورځ په ټوله نړۍ کې د طبعیت د لومړی ورځې د بدلون په توګه لمانځل کیږی.

خبریاله: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG