د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

یوناما خپلو کارکوونکو ته: را روانو دوو ورځو کې خپلو دفترونو ته مه ځئ


د یوناما نښان
د یوناما نښان

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو نږدې ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر کړی چې تر راتلونکو دوه ورځو پورې دې خپلو دفترونو ته نه ځي.

وروسته له هغې چې طالبانو په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د سیمه ییزې څانګې ښځینه همکارانې دفتر ته له تلو راوګرځولې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر وکړ چې راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دې خپلو دفترونو ته نه ځي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت یوناما یوه افغان کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په لیکلي بڼه ازادي راډیو ته وویل، ورته ویل شوي چې تر بل امر پورې په کورونو کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو سازمان پرون ناوخته وویل چې د طالبانو حکومت په نادولتي موسسو کې پر ښځو د کار د بندیز پرېکړه دې ادارې ته هم غځولې.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک تېره شپه په نیویارک کې کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی دفتر یا یوناما کارکوونکو د طالب چارواکو له خوا شفاهي بیانونه ترلاسه کړي چې له مخې یې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز امر شوی.

دوجاریک زیاته کړه: "په افغانستان کې زموږ د استازولۍ 'یوناما' سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو د سرپرست حکومت له خوا پیغام ترلاسه کړی چې له مخې یې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې له کاره راګرځول شوي دي. موږ لا په دې مسئله کار کوو او ارزو یې چې تازه رامنځته شوی وضعیت به تر کومه بریده په دې هېواد کې زموږ په چارو اغېز وکړي."

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک

یوناما له دې وړاندې د طالبانو د حکومت له هغه بندیز مستثنی وه چې له مخې یې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې ښځې کار نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند ویلي، نن چهارشنبه به د یوناما استازي له طالب چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

دوجاریک وویل، د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش لپاره دا ډول هر بندیز به د نه منلو او له تصوره لیرې وي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

یوناما پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د طالبانو حکومت په ننګرهار کې د دوی ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې دفترونو ته دې نه ځي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې شاوخوا ۴۰۰ ښځې یې په دفترونو کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ویاند په وینا، دغه بندیز به په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د مرستندویه ادارو وړتیاوې کمزورې کړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېد پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د تېر ډسمبر میاشتې په ۲۳مه په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو یاده پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې وه، خو له کمې استثنا پرته تر دې دمه طالبانو په خپله پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راوستی.

XS
SM
MD
LG