د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

يو نړيوال څېړنيز بنسټ: افغانستان کې ميليونونه ناروغان د درملو لپاره پيسې نه‌لري


غزني کې يو روغتون، ارشيف
غزني کې يو روغتون، ارشيف

یو شمېر افغانان وايي، د کمزوري اقتصاد له امله نه توانېږي چې خپله یا د خپلې کورنۍ د غړو درملنه وکړي.

ازاده یوه له هغو مېرمنو ده چې خپله بې‌دندې ده او مېړه یې لاسي کراچۍ چلوي.

نوموړې وايي، کرایي کور کې اوسېږي، خو په هغو پیسو چې مېړه یې ګټي، نه‌شي کولای د خپلو هغو اولادونو درملنه وکړي چې کلونه کېږي په عصبي ناروغۍ اخته دي.

دا مېرمن وايي: "هغه لاسي کراچۍ چې مېړه مې پرې کار کوي، څومره ګټه به وکړي. د کور لګښتونه به پوره کړي، یا د درملنې پیسې. که په کور کې مو څوک ناروغه کېږي، نه‌شو کولای په خپلو وخت یې درملنه وکړو. زوی مې عصبي ناروغي لري، موږ یې د درملنې توان نه‌لرو. کلونه کېږي چې په دې ناروغۍ اخته دی."

که په کور کې مو څوک ناروغه کېږي، نه‌شو کولای په خپلو وخت یې درملنه وکړو

عاطفه یوه بله مېرمن ده چې وايي، دا چې پیسې نه‌لري، د ناروغۍ په بستر همداسې پرته ده.

عاطفه وايي: "۱۰ کاله په بستر پرته وم. په کاشوغه یې خواړه راکول. حال مې ډېر خراب و. که همدا اوس مې هم ۵ یا ۶زره افغانۍ درلودې، کولای مې شول چې معاینات مې وکړم، څو ناروغي مې ښه شي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د نسايي ولادي ناروغیو ډاکټره نوریه هم وايي، هره ورځ ورته داسې ناروغان راځي چې د درملو او یا هم معایناتو لپاره پیسې نه‌لري.

"داسې ښځې راځي چې وايي، د ټولو درملو اخستو توان نه‌لري

ډاکټره نوريه وايي: "داسې ښځې راځي چې وايي، د ټولو درملو اخستو توان نه‌لري، یا معاینات نه‌کوي. واقعا خلک غریب دي. په روغتیايي برخه کې ستونزې ډېرې زیاتې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایمرجنسي روغتون او د روغتیايي ناورین، بشري مرستو او نړیوالې روغتیا په برخه کې ښوونیز او څېړنیز مرکز په یوه ګډ راپور موندلې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ روان دی او میلیونه ناروغان مجبور دي چې هره ورځ له خوړو او درملو یو انتخاب کړي.

دا راپور چې د پنج‌شنبې په ورځ خپور شو او په‌کې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ یعنې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاس‌رسی څېړل شوی دی؛ په‌کې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې له ۱۸۰۰ کسانو سره خبرې شوي چې له هرو پنځو پوښتل شویو کسانو یوه یې ویلي، له دې امله چې تېر کال یې روغتیايي اسانتیاوې نه‌درلودې، د کورنۍ یو غړی یا ملګری یې مړ شوی دی.

د پوښتل شویو له هرو دوو یوه یې ویلي چې، نه‌شي کولای د اړتیا وړ درمل واخلي، نیمايي هغو یې ویلي چې د خوراک یا جامو لپاره په جلا کړو پیسو یې درمل اخيستي او ۸۵ سلنه نور یې مجبور شوي چې د درملو اخستو لپاره له خلکو پور واخلي.

د پیسو کمی او تاوتریخوالی په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاو ته د لاس‌رسي په برخه کې بنسټیز لاملونه په ګوته شوي.

د راپور په دوام کې دا هم راغلي چې، د روغتیايي اسانتیاو کمی، د تخصصي کادرونو نشتون او د درملو د رسولو په سیسټم کې ستونزو دا مشکلات نور هم ډېر کړي دي.

راپور کې زیاته شوې، په افغانستان کې د امیندواره مېرمنو لپاره کمزوري اسانتیاوې د دوی د مړینې لامل کېږي، یو شمېر یې ان روغتیايي مرکزونو ته په لاره مري او ډېر شمېر نورې یې بیا ان د ولادت تر وخته روغتیايي اسانتیاو ته لاس‌رسی نه‌لري.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي، داسې مهال چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو بیا هم هره ورځ لسګونه افغانان د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل کېږي.

د دې راپور په پای کې وړاندیز شوی چې نړیواله ټولنه باید د څو کلونو لپاره د افغانستان روغتیايي سیسټم ته د ظرفیت جوړونې، د روغتیايي سیسټم اصلاح او پیاوړتیا ته په تمرکز بودجه پیدا کړي او دا هېواد د خپلو بشري او سیاسي اقداماتو په لومړي کتار کې راولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG