د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

تر درملنې وروسته د معتادینو په مرکزونو کې هغوی په کار ګومارل د درملنې له بهير سره مرسته کوي


ارشيف
ارشيف

سيد محمد اته کاله نشه کړې او ډېر وختونه يې د کابل ښار په کنډوالو یا تر پل سوخته لاندې له نورو معتادینو سره تېر کړي دي.

دی يو کال مخکې له پل سوخته څخه د معتادینو د درملنې زربستريز مرکز ته یووړل شو، په دې مرکز کې تر (۴۵) ورځنۍ دورې وروسته روغ شو او اوس په دې مرکز کې د رضاکار په توګه کار کوي.

سيد محمد وايي چې تر نشې پرېښودلو او جوړېدو وروسته اوس د خپل هغه ژوندن له امله زورېږي چې په نشو کې يې تېر کړی دی.

"زما عمر، روغتيا، شتمني او ځواني له لاسه ووته

نوموړی وايي: "زما عمر، روغتيا، شتمني او ځواني له لاسه ووته، يوازينی شی چې اوس ورپسې خفه يم هغه زما تېر عمر او وخت دی چې د سرو زرو په ډول ارزښتناک و، خو ما په نشو کې تېر کړ. کله چې به مې نشه کوله فکر مې کاوه چې زه د نړۍ تر ټولو ښه کار کوم، حال دا چې ما د نړۍ تر ټولو بد کار کاوه. اوس په رښتیا سره پښیمانه یم چې د خپلې ځوانۍ خوشحاله او خوږې شېبې او ځواني مې په دې وژونکو نشو سره تباه کړه."

سيد محمد په ايران کې د حقوقو په برخه کې زده‌کړې کړي او تر هغه وروسته يې په کابل کې په يوه ساختماني شرکت کې د مدير په صفت کار کاوه، خو د هر شي خوند کتل او په هر شي کار درلودل د دې سبب شو چې یو ځل د هيروينو نشه وکړي او له همدې يوه ځل نشې سره د اعتیاد په دام کې ونښلي.

ارشيف
ارشيف

د سيد محمد معالج ډاکټر واحدالله کوشان وايي، له خپلې کورنۍ څخه ليرې‌والي سيد محمد له ژونده ناهيلی کړی و او فکر يې کاوه چې د ژوند پيل او پای يې يوازې له نشه يي موادو سره تړلی دی، خو د نشې پرېښودلو هغه ته نوی ژوند ورکړ.

ښاغلی کوشان وايي: "د باندې يې تر پلونو لاندې ژوند کاوه، ځکه کور، کورنۍ او له خپلوانو څخه يې هيڅوک نه‌شته. کله چې مو د درملنې مرکز ته راوست ډېر به چورتونو وړی او ډېر به غمجن و، ويل به يې چې زه په دې دنیا کې څوک نه‌لرم. د روغتيايي او ټولنیزو خدمتونو تر څنګ مو ډېره مينه ورسره وکړه او ډېر مو ونازاوه. ده موږ ته وړانديز وکړ چې زه مور، پلار او نور خپلوان نه‌لرم او غواړم چې ستاسې سره د رضاکار په توګه کار وکړم، موږ يې هم وړانديز ومانه."

د ابن سينا زر بستريز مرکز داخل بستر معتادین د سيد محمد له چلند څخه خوښ دي او وايي، دا چې ده خپله د اعتیاد درد او ستونزې تجربه کړي دي، له نورو ناروغانو سره په چلند ډېر ښه پوهېږي.

"زموږ لپاره تر ټولو ښه کار دا و چې موږ ته يې روحيه راکوله

له دې ناروغانو څخه یو ناروغ نصرالله وايي: "زموږ لپاره تر ټولو ښه کار دا و چې موږ ته يې روحيه راکوله او ويل به يې چې زغم ولرئ، تاسې کولای شئ چې نشه پرېږدئ، دی زموږ لپاره یوه ښه بېلګه ده، د ده خبرې مو ومنلې، د خدای شکر ادا کوم چې دا دی اوس روغ شوی یم."

د زربستريز مرکز ارواپوه مطيع الله وزيري وايي چې، د نشو پرېښودل او پر ځان بېرته باور ترلاسه کول سيد محمد ته نوی ژوند ورکړ.

نوموړی وايي: "سيد محمد داسې څوک و چې په هر شي يې کار درلود او غوښتل يې هر شی تجربه کړي، همدا دليل و چې نشه يي مواد يې تجربه کړل او په غير شعوري ډول معتاد شو. دا چې د اعتیاد په اړه يې پوره معلومات نه درلودل، کله چې يې موږ درملنه پيل کړه په نتيجه کې يې پر ځان باور زيات شو او وسوسې يې هم ورکې شوې."

د نړیوالو معيارونو پر بنسټ، امکان لري چې تر درملنې وروسته تر شپېته سلنه ډېر معتادین بېرته نشو ته مخه کړي، خو دا چې په افغانستان کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي او د دې تر څنګ د سالم مصروفيت فرصتونه هم کم دي، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې ډېر معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG