د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

پر خپل سر د میتاډون درملو استعمال ځينو معتادینو ته ستونزې پېښې کړي


يو شمېر دواګانې، ارشيف
يو شمېر دواګانې، ارشيف

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له ځينو مرکزونو د فعالیت له ځنډېدو او بستري خدماتو له کمېدو سره ځينو معتادینو پر خپل سر د نشې پرېښودلو لارو چارو ته مخه کړې ده.

له دې لارو چارو څخه يوه هم د ميتاډون درملو استعمال دی.

معتادین دا کار د دې لپاره کوي چې ورو ورو د نشه‌يي موادو استعمال کم کړي او په اوږدمهال کې نشه بيخي ځنې پاتې شي، خو روغتيايي مرکزونو ته له ورتلو او ډاکټر له مشورې پرته د دې درملو ډ‌ېر استعمال معتادینو ته نورې روغتيايي ستونزې پيدا کوي.

په هلمند ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان یا MSF تازه یو خپور کړي راپور کې راغلي چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې دوی ته داسې معتادین ورغلي چې د ميتاډون د ډېر استعمال له امله د کولمو او هضمي سيسټم ستونزې ورته پيدا شوي دي.

ډاکټر محسن حسن وايي، له ميتاډون څخه په تعويضي درملنه کې کار اخیستل کېږي، خو دا استعمال خپل ځانګړي شرايط او متخصص ډاکټر څارنه غواړي.

نوموړی وايي: "په تعويضي درملنه کې يوه ماده په بلې بدلېږي، مثلا که یو څوک اوس د تارياکو نشه کوي د درملنې پر مهال بپرينورفین ورکول کېږي او یا په ځينو هېوادونو کې ميتاډون ورکول کېږي، ځينو هېوادونو اجازه ورکړې او ځينو هېوادونو نه‌ده ورکړې، ځکه ويل کېږي چې خپله ميتاډون هم د اعتیاد سبب شي."

يو شمېر معتادين چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول کېږي، ارشيف
يو شمېر معتادين چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول کېږي، ارشيف

په افغانستان کې د بپرينورفین او ميتاډون په وسيله د معتادینو درملنه په ۱۳۹۹ شمسي کال کې پيل شوه، دا ډول درملنه يوازې په ابن سينا زربستريز روغتون کې کېدله، خو دا چې له دې ميتود څخه اوس هم کار اخیستل کېږي که نه، په دې اړه د دې مرکز چارواکو ازادي راډيو ته جواب و نه وايه.

د ميتاډ‌ون په وسيله په تعويضي درملنه کې د عَرَضي درملنې برعکس ناروغ مجبور نه‌دی چې د ۴۵ ورځو لپاره بستري کړل شي، بلکې د نشې پرېښودلو په بهير کې يوازې د درملو اخیستلو له پاره روغتيايي مرکز ته ورځي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر عبدالشکور حيدري وايي، د ډاکتر له مشورې پرته د ميتاډون استعمال او تر اندازې ډېر خوړل يې معتاد ته جدي روغتيايي ستونزې پيدا کوي.

نوموړی وايي: "د ټولو معتادینو له پاره موثر نه‌دی، يوازې له هغه چا سره مرسته کوي چې د تارياکو او هيروينو نشه کوي او هغه هم هغه معتادین چې دا مواد ځانو ته پيچکاري کوي، ځکه چې د پيچکارۍ له لارې مواد استعمالول د ځينو ناروغیو د انتقال سبب کېږي او هغه خلک چې مغزي ناروغي يې ډېره وي، خو زما اندېښنه دا ده که د ډاکټر له مشورې پرته استعمال شي، داسې نه‌شي چې نشه‌يي مواد او ميتاډون دواړه استعمال کړي چې دا حالت د مړينې سبب کېږي، نو دا ډول درملنه جدي روغتيايي ستونزې پېښوي."

د ميتاډون درمل په خپل ترکيب کې څه اندازه نشه‌يي مواد لري چې د درملنې په بهير کې معتاد ته په ټاکلې اندازه ورکول کېږي او ناروغ د ميتاډون تر استعمال وروسته عادي حالت ته راځي او خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

دا چې ميتاډون په خپل ترکیب کې نشه‌يي مواد لري له همدې امله د ځينې دولتونو له خوا منع شوي دي، خو په ځينو هېوادونو کې يوازې د درملنې له پاره استعمالېږي.
------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG