د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

ارزګان کې معتادین تر درملنې وروسته اندېښمن دي چې د بې‌کارۍ له امله بېرته په نشو اخته نه‌شي


ارشيف
ارشيف

د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار یو ګوښه ځای، هغه ځای چې پخوا به دلته معتادین راټولېدل او نشې به يې کولې، خو دلته اوس هغه خلک راټول شوي چې نشه يې پرې ايښې ده.

زين الله چې تازه يې د معتادینو په يوه روغتيايي مرکز کې درملنه شوې دا اندېښنه لري چې، کېدای شي د کار او مصروفیت د نشتوالي له امله له خپلو پخوانیو معتادو انډېوالانو سره ملګری او بېرته معتاد شي.

دی وايي: "باید موږ ټولو ته د کار زمينه برابره شي، متل دی وايي له بې‌کاره، خدای بېزاره. له بې‌کارۍ څخه هر ډول ناوړه کار او فساد پيدا کېږي."

صديق الله یو بل معتاد دی چې تر پنځه کلنې نشې وروسته يې تازه درملنه شوې او په ترينکوټ ښار کې بېرته له خپلو دوستانو سره يو ځای شوی دی.

دی اندېښنه لري چې کېدای شي د نشه يي موادو د اسانه او ارزانه پيدا کېدو له امله بېرته د اعتیاد په دام کې ونښلي.

صديق الله وايي: "که زموږ له پاره د کار زمينه برابره شي ډېر به ښه شي، خو که کار او مصروفیت نه وي وضعیت مو خرابېږي. له خپله ربه راضي يم هر کار او کسب مې زده دی."

د ارزګان ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي چې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید منع کولو او همدا رنګه د معتادینو راټولولو له لارې په دې ولایت کې معتادین کم شوي او اوس د معتادینو د درملنې مرکز ته لږ ناروغان ورځي.

يو شمېر پر نشه روږدي کسان، ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، ارشيف

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستيال مولوي فتح‌الله خان وايي چې په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې شل بستريز مرکز روغتيايي خدمات دوام لري، خو د معتادینو شمېر ته په کتو سره د دې مرکز بسترونه کم دي.

نوموړی وايي: "د عامې روغتیا وزارت ته مو معلومات ورکړي او ورته ويلي مو دي چې په ارزګان ولایت کې شل بستريز مرکز کفایت نه کوي، دوی هم زموږ غوښتنه منلې او په دې کار کې د ولایت مقام هم مرسته راسره کړې ده. په پام کې ده چې دا مرکز په سل بستریز مرکز بدل شي."

ارزګان د افغانستان له هغو ۲۲ ولایتونو څخه دی چې ډېر کوکنار په‌کې کرل کېږي او په وروستیو وختونو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې، په دې ولایت کې د روغتيايي امکاناتو د کموالي له امله ځينې ښځې او ماشومان د درد ارامولو له پاره نشه يي مواد استعمالوي.
---------------------------
راپور: شریف‌الله شرافت

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG