د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

ارواپوهان: له معتادینو سره د چلند په اړه بايد خلکو ته پوهاوی ورکړل شي


يو شمېر پر نشه روږدي کسان، ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، ارشيف

ارواپوهان وايي، د دې لپاره چې معتادین تر درملنې وروسته په ټولنه کې د پخوا په شان ځای پيدا کړی، باید په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

خليل څلور ځله د معتادینو د درملنې په مرکز کې د نشې پرېښودلو له پاره بستري شوی دی.

ده تر دې مخکې هم درې ځله نشه پرې ايښې وه، خو د ده په وينا، د کورنۍ د غړو له‌خوا باور نه ورباندې کېده او په ټولنه کې د خلکو ناسم چلند د دې لامل شو چې معتادو انډيوالانو ته پناه وروړي او بېرته معتاد شي.

په غياب کې وايي چې چندان سړی نه‌دی پوډري دی

خليل وايي: "که په مجلس کې ښه خبره هم وکړې، که خلک مخامخ درته ونه وايي، په غياب کې وايي چې چندان سړی نه‌دی پوډري دی. د پوډري پر خبره څوک باور هم نه‌کوي، قوم هم ځان درڅخه لرې کوي، کورنۍ هم ځان درڅخه ګوښه کوي، ژوند دې پوچ او بې مانا دی."

خليل زياتوي چې درې ځله يې نشه پرېښوده، خو هر ځل چې به تر درملنې وروسته کور ته ستون شو، بايللی اعتبار يې بېرته ترلاسه نه‌کړ او په ټولنه کې هم خلکو د پخوا په سترګه ورته کتل، له همدې امله بېرته معتادو انډيوالانو ته ورغی.

د معتادینو د درملنې د نړیوالو معیارونو له‌مخې، تر درملنې وروسته بېرته معتاد کېدل یا ريلپس عادي خبره ده، خو په افغانستان کې تر عادي اندازې ډېر معتادین بېرته په نشو اخته کېږي، ځکه د کارپوهانو په باور خلک تر درملنې وروسته له معتاد سره په ښه چلند نه پوهېږي او د مجرم په سترګه ورته ګوري.

يو تن معتاد، ارشيف
يو تن معتاد، ارشيف

د معتادینو د درملنې د يوه مرکز ارواپوهه مرسل يزدان پرست وايي چې اعتیاد څو اړخيزه ناروغي ده، باید له ټولنې سره د معتاد د يو ځای کېدو لپاره د درملنې تر څنګ له هغه سره د چلند په اړه خلکو ته هم پوهاوی ورکړل شي.

یوه لوی زيان چې معتاد ته يې رسوي هغه د معتاد ټولنيز حيثيت دی.

نوموړې وايي: "یوه لوی زيان چې معتاد ته يې رسوي هغه د معتاد ټولنيز حيثيت دی. په لومړي ګام کې چې معتاد ته زيان رسوي هغه سټيګما ده، خلک نه‌غواړي چې هغه ومني او د ځانو په شان يې وګڼي. په تعليمي ځايونو او دغه ډول د خوښۍ په هغو محفلونو کې چې دوستان يې جوړوي معتاد ته ارزښت نه ورکول کېږي. په مجموع کې د دې ډول چلند له امله معتاد په ټولنه کې منزوي او ګوښه کېږي."

متخصص ډاکټران وايي چې د معتاد د درملنې او په ټولنه کې بېرته د عادي ژوند کولو لپاره د معتادینو د درملنې په مرکز کې د ۴۵ ورځو له پاره بستري کېدل کفايت نه‌کوي، معتاد تر يوه کال ډېر وخت لپاره د کورنۍ او خپلوانو څارنې او پالنې ته اړتیا لري چې بېرته له ټولنې سره یو ځای شي او عادي ژوند پيل کړي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG