د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ارواپوهان: د معتادینو د درملنې په مرکز کې خلک موږ ته هم په سپکه سترګه ګوري


د معتادانو د مرکز روغتيايي کارکوونکي، انځور - ارشيف
د معتادانو د مرکز روغتيايي کارکوونکي، انځور - ارشيف

معتادین د درملنې پر مهال د زهر ایستلو تر پړاو وروسته د بیا رغاونې پړاو ته داخلېږي، په دې پړاو کې ارواپوهان (روانشناسان) د دوی د رواني ستونزو حل لارې لټوي، د چلند د اصلاح هڅه یې کوي او مشورې ورکوي.

دا چې ارواپوهان او اجتماعي کار کوونکي له معتادینو سره د کار کولو پر مهال له څه ډول ستونزو سره مخ کېږي، له معتادینو سره کار کول د نورو ناروغانو په پرتله کومې ځانګړنې لري؟

په دې اړه مو له ارواپوه رامش رحماني سره مرکه کړې چې له اتو کالو راهیسې د معتادینو د درمنلې په یوه دولتي روغتون کې د ارواپوه په توګه کار کوي او په پیل کې مو پوښتلی چې ولې یې له معتادینو سره کار کولو ته زړه ښه کړ؟

د ښاغلي رامش رحماني مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:35 0:00
XS
SM
MD
LG