د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ارواپوهان: د ښیښې نشه په معتادینو کې د بدګومانۍ سبب کېږي


د يو معتاد انځور
د يو معتاد انځور

شک یا بدګماني یوه رواني ناروغي ده چې زیاتره وخت په معتادینو، په تېره بیا هغو کسانو کې ډېره ليدل کېږي د ښیښې نشه کوي.

د دې ناروغۍ له امله ځینې کسان خپلې مېرمنې په بد لمنۍ تورنوي، ملګري او نور بيا خپلوان د ځان لپاره ستر خطر ګڼي، له همدې امله په ځینو کورنیو کې جګړې، اختلافونه او آن کله کله د قتل سبب هم کېږي.

دا چې دا ناروغي ولې په معتادینو کې پیدا کېږي، د دې ناروغۍ نښې نښانې څه دي، معتادینو او د هغوی کورنیو ته یې زیانونه څه دي؟ په دې اړه مو له ارواپوه ډاکټر محمد ګل صمیم سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې بدګوماني څه ډول یوه ناروغي ده؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG