د زهر کاروان په دې خپرونه کې به واورئ چې د نشه یي موادو د کنټرول نړیوال بورډ له نړیوالې ټولنې غواړي څو په افغانستان کې د نشه یي موادو د کنټرول په برخه کې له هڅو ملاتړ وکړي.
له ارزګان څخه به واورئ چې تداوي شوي معتادین د کار په لټه کې دي.
په خپرونه کې به یو ارواپوه ووایي چې څنګه ماشوم له اعتیاد څخه وژغورل شي.
د خپرونې په دوام به یو معتاد د خپل ژوند کیسه وکړي او د دې اونۍ د خپرونې ډرامه هم واورئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: