د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ډېرېدل؛ خلک يې اندېښمن کړي دي


ارشيف
ارشيف

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پر ډېرېدو د خلکو اندېښنې!

۲۴ کلنه سهیلا د هرات ولایت اوسېدونکې ده، چې په دې وروستیو کې په کرونا ویروس اخته شوې ده.

سهیلا وايي، نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ څنګه اخته شوه، خو په خبره یې ډاکټر ته د تګ ځنډ یې د دې لامل شوی، چې دوه ماشومانو یې هم پرې اخته شي.

"زه پخپله هم په دې وروستیو کې د کرونا په ناروغۍ اخته وم

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه پخپله هم په دې وروستیو کې د کرونا په ناروغۍ اخته وم، فکر مې کاوه چې ساده زکام دی، ما درمل لکه پاراسټامول وخوړول، وروسته مې ولیدل چې د شپې مې سینه هم نیسي او سهار به مې بیا ساه نه شوه اخیستلی. ډاکټر راته وویل چې کرونا شوې یې، پام وکړه چې نور پرې اخته نه‌شي، خو یو شپږ کلن زوی مې او زما لور او موږ ټول په کرونا اخته شوو."

خو يو شمېر خلک چې په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي وايي، چې روغتيايي خدمتونو ته د لاس‌رسي د نشتوالي له امله اړ دي، چې کورنۍ درملنه وکړي.

علي چې د غور د لعل او سرجنګل ولسواليو اوسېدونکی دی، په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې مې په بدن او هډوکو کې ډېر سخت درد درلود، خو له بده مرغه مېرمنې مې شپږ مياشتې تکلیف درلود ډېر یې حالت خراب و. موږ په افغانستان کې داسې ځای ژوند کوو، چې روغتیايي خدمتونه نه‌شته، کورنۍ درملنه کوو زنجبیل او ګرم مایعات استعمالوو، یو ډاکټر د ملګرو له ډلې راغی او راته یې وویل چې، ستاسو نښې د کرونا وېروس دی، اوس روغ شوی یم. خو ساه لنډۍ لرم."

کابل کې افغان جاپان روغتون کې پر کرونا ناروغۍ يو اخته ناروغ، ارشيف
کابل کې افغان جاپان روغتون کې پر کرونا ناروغۍ يو اخته ناروغ، ارشيف

مخکې تر دې په کابل کې د افغان جاپان روغتون ډاکټرانو هم په دغه روغتون کې د کرونا ناروغانو د شمېر له زیاتېدو او د کافي روغتیايي اسانتیاو له نشتوالي شکایت کړی و.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د زیاتېدو خبره ردوي او وايي، چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو څلورو میاشتو او د ۲۰۲۳ کال په لومړيو میاشتو کې د کرونا ویروس د پام وړ کم شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته وویل: "د ۲۰۲۲ کال په شپږمه او اوومه میاشتو کې د کرونا د ناروغانو شمېر دومره زیات شوی چې هره میاشت د ناروغانو شمېر له ۶ زرو تر ۷ زرو ته رسېده، خو په وروستیو څلورو میاشتو کې د کرونا ناروغانو شمېر کم شوی دی. له څو میاشتو راهیسې د کرونا ناروغي کمه شوې او یوازې ۸۰۰۰ مثبتې پېښې له موږ سره ثبت شوې دي."

د ښاغلي زمان په خبره، د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ میاشت کې په ټول افغانستان کې د کرونا نږدې ۸۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي د افغان د جاپان په روغتون او نورو هغو روغتونونو کې چې د کرونا د درملنې په برخه کې کار کوي، د روغتيايي او مالي امکاناتو د نشتوالي موضوع ته اشاره وکړه ويې ويل، چې د عامې روغتيا وزارت هم د نړۍ له روغتیايي پروګرام سره په اړیکه کې دى او هيله چې خبرې مثبتې پايلې ولري.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان(ډبلیو‌ اچ‌ او) د شمېرو له‌مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ میاشتې تر ۳مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له ۲۰۸ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې شمېر له ۷۸۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG