د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

اډهانم: د نړۍ ۹۰ سلنه وګړي د کرونا په وړاندې تر ډېره مقاومت لري


په چین کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د معاینې پرمهال
په چین کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د معاینې پرمهال

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې اوس د نړۍ په سلو کې ۹۰ وګړي د کرونا په وړاندې تر ډېره مقاومت لري، خو خبرداری ورکوي چې لا هم د دې ویروس له کبله په نړۍ کې د یوه نوي سرخوږي د پیدا کېدو امکان شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي رييس ټډروس اډهانم ویلي چې خلکو د واکسینونو او یا د کرونا د تېرولو له کبله د دې وبا په وړاندې مقاومت ترلاسه کړی دی.

د ثبت شویو شمېرو پر اساس، تراوسه پورې په نړۍ کې ۶ میلیونه او ۶ لکه تنه له کرونا مړه شوي دي، خو د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا له کبله د مړو شویو کسانو حقیقي شمېر تر دې خورا ډېر دی.

XS
SM
MD
LG