د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د پکتيکا زلزله‌ځپلي: روغتيايي اسانتياوې نه‌لرو


د پکتيکا زلزله‌ځپلي په خېمو کې ژوند کوي.
د پکتيکا زلزله‌ځپلي په خېمو کې ژوند کوي.

د پکتیکا د ګیانې زلزله‌ځپلې سیمې اوسېدونکي وايي، چې دوی لپاره لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته.

دوی زیاتوي، د سړې هوا له کبله يې سپین سرې او ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او په دې ځای کې د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د ګیانې ډېری زلزله‌ځپلي، چې د تېر کال په جون میاشت کې يې کورونه یوې سختې زلزلې ویجاړ او زیانمن کړل، په روان ژمي کې چې ځمکه واورو پوښلې په خېمو او کېندل شویو ځایونو کې اوسیږي.

"موږ ډېر د ساړه سره مخامخ یو، په کندو او خېمو کې پراته یو

نن د جنوري په ۱۷مه د ګیانې اوسېدونکي مجیب الرحمان ازادي راډیو ته وویل، په سږني ژمي کې د دوی د ولسوالۍ د خلکو ستونزې ډېرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، دې سړې هوا روانې څپې د دوی ماشومان او لویان ناروغان کړي او د درملنې لپاره يې نږدې هغه لازم روغتیايي امکانات او دواء درمل نه‌شته.

د ګیانې یو بل اوسېدونکی ولي مرجان وايي: "موږ ډېر د ساړه سره مخامخ یو، په کندو او خېمو کې پراته یو، له دې امله بیماران شو، دا بوډاګان د ساړه د وجې مړه شول، نن یو بوډا د ساړه د لاسه مړ شو او خاورو ته مو وسپاره، دلته ډېرې مؤسسې پرتې دي او دا يې ویني، موږ عاجل کومکونه غواړو، زموږ ماشومان او بوډاګان د سینې په بیماریو اخته دي، که کومکونه راسره ونه‌شي، نو موږ به ډېرو مشکلو سره مخامخ شو."

تېر کال له زلزلې وروسته سيمه کې روغتيايي خدمات، انځور - ارشيف
تېر کال له زلزلې وروسته سيمه کې روغتيايي خدمات، انځور - ارشيف

د ګیانې اوسېدونکي زیاتوي، د زلزله‌ځپلو د ژوند د خرابو شرایطو له کبله د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو مړینه ډېره شوې ده.

د سیمې اوسېدونکی نائب خان وايي، هره ورځ د سړې هوا او تنفسي بیماریو له کبله د مړینې واقعات رامنځته کېږي، نو غواړي چې د دې سیمې کلینک دې له هره اړخه اکمال او تجهیز شي.

د ګیانې د روغتیايي کیلینک ډاکټران وايي، چې هره ورځ له یو سلو پنځوسو نیولې بیا تر دوه سوه ناروغانو پورې دې ځای ته د درملنې لپاره ورځي.

د ګیانې د کلینک یو ډاکټر هدایت الله هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي ستونزې ډېرې دي.

دی يې لاملونه د سیمې لیرې والی، د خلکو اقتصادي کمزوري، پر وخت کلینک ته د ښځو او ماشومانو نه رسېدل او د کرونا نوې پېښې ښېي.

يو شمېر زلزله‌ځپلي چې سرپناه نه‌لري، په کندو کې اوسيږي.
يو شمېر زلزله‌ځپلي چې سرپناه نه‌لري، په کندو کې اوسيږي.

بل لوري ته د پکتیکا روغتیايي چارواکي دا خبره سمه نه بولي، چې په دې ولایت کې دې د سړې هوا له وروستۍ څپې، په دې ورځو کې کوم ماشوم یا لوی کس مړ شوی وي.

"موږ د هوا د یخېدو له کبله د نمونیا په وجه مړینه نه‌لرو

د پکتیا د روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت وویل، هلته روغتیايي خدمتونه شته او ځینې موبایل ټیمونه هم په خدمت لګیا دي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د هوا د یخېدو له کبله د نمونیا په وجه مړینه نه‌لرو او نه څوک د یخ له وجې تلف شوي دي، په ګیانه کې هلته خدمات لرو او تر څنګ يې موبایل ټیمونه هم لرو، نو حتماً دا خبره بعضې خلک د کومکونو د جلب لپاره کوي او ځانونه محروم او مظلوم ښېي."

د یادونې وړ ده، پکتیکا د افغانستان په سویل ختیځ کې د مساحت له نظره له لویو ولایتونو څخه دی، چې خلک يې تر ډېره د روغتیايي اسانتیاو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې ګڼې ستونزې لري.

د تېر کال د جون د میاشتې زلزلې د پکتیکا ولایت د ګیان او برمل ولسوالۍ سختې وځپلې او خلکو ته يې د ځاني تلفاتو په خوا کې پراخ مالي زیانونه هم واړول.

XS
SM
MD
LG