د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د افغان جاپان روغتون د کرونا د برخې ډاکټران د خپلو معاشونو په اړه اندېښمن دي


کابل کې د افغان - جاپان روغتون ډاکټران
کابل کې د افغان - جاپان روغتون ډاکټران

په کابل کې د افغان - جاپان روغتون سره د روغتیا نړیوال سازمان د همکارۍ د هوکړې له پای ته رسېدو وروسته په ياد روغتون کې په کار اخته کارکونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د دغه روغتون رئیس زلمي رشتین ازادي راډیو ته وویل، د دغه تړون پر بنسټ د روغتیا نړیوال سازمان د افغان- جاپان روغتون کارکونکو ته میاشتني امتیازات ورکول.

نوموړی وايي: "مخکې د روغتیا نړیوال سارمان (WHO) له لوري هیلت نټ ته بوديجه ورکول کېده او له دې لارې بیا موږ ته رسېده، خو د سپټمبر له ۱۳ مې وروسته دغه بوديجه ودرول شوه، زموږ کار کونکي اوس مهال بې سرنوشته دي، که حل لاره ورته پیدا نه‌شي نو روغتیايي خدمتونه ځنډیږي."

دی وایي، د ستونزې په اړه یې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان ته خبر ورکړی او ورته د ستونزې د حل په لپاره د اقداماتو ډاډ ورکړل شوی دی.

کابل کې افغان - جاپان روغتون د کويډ۱۹ د تشخيص او درملنې مهم مرکز بلل کېږي.
کابل کې افغان - جاپان روغتون د کويډ۱۹ د تشخيص او درملنې مهم مرکز بلل کېږي.

هم‌مهاله د افغان - جاپان روغتون سرطبیب طارق اکبر هم دغه ستونزه جدي بولي او پر حل کېدو یې ټینګار کوي.

" هیله لرو چې هر څه ژر دغه ستونزه حل شي"

نوموړی وايي: "د روغتون د کرونا د برخې تړون پای ته رسېدلی دی، موږ اوس د نوي تړون د کېدو منتظر یو، هیله لرو چې هر څه ژر دغه ستونزه حل شي او زموږ کارمندان په ښې روحیې سره کار ته دوام ورکړي."

د افغان- جاپان روغتون مسؤلین که څه هم ډاډ ورکوي چې تر راتلونکو دوه نورو میاشتو پورې په یاد روغتون کې روغتیایي وسایل او دوا بسنه کوي خو د دوی په خبره، که ستونزه حل نه‌شي نو ښایي د کار کونکو او روغتیایي وسایلو له کمښت سره مخ شي.

د روغتون مسؤلين وايي، د هوکړې له پای ته رسېدو وروسته اندېېښنه شته چې ژر د افغان - جاپان روغتون د کويډ۱۹ برخې امکانات هم ختم شي.
د روغتون مسؤلين وايي، د هوکړې له پای ته رسېدو وروسته اندېېښنه شته چې ژر د افغان - جاپان روغتون د کويډ۱۹ برخې امکانات هم ختم شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مسولینو د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په کابل کې د افغان - جاپان روغتون د کویډ ۱۹ د درملنې لوی او مهم مرکز بلل کېږي چې درې کاله وړاندې یې د کرونا ناروغانو د درملنې چاره پیل کړې.

ياد روغتون دم ګړۍ ۱۶۸ کار کوونکي لري.

د دغه روغتون د مسؤلینو د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په‌کې د کرونا ۶۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي او د ورځې په منځني ډول له ۶۰ تر اتیا نور ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG