د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

په افغانستان کې د کرونا ویروس لوړ شمېر؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوي


ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون
ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون

په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو د شمېر زیاتېدل او په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د امکاناتو د نشتون اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې ۴۴۸ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۱۶ یې په کابل کې دي.

د دې وزارت ویاند جاوید هژیر ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه موده کې ۳۸ کسان ترې روغ شوي خو په کندهار کې په کرونا اخته یو کس مړ شوی دی.

هژیر وایي:" په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۹۳۶ سمپلونو څخه چې ټول هېواد کې له هېوادوالو اخیستل شوي دي په ۱۵ ولایتونو کې ۴۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې په دې کې ۱۱۶ پېښې یوازي کابل کې ثبت شوي؛ ۳۸ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې جوړ شوي او متاسفانه یو کس کندهار کې مړ شوی"

د افغان جاپان روغتون د کرونا ویروس د تشخیص لابراتور
د افغان جاپان روغتون د کرونا ویروس د تشخیص لابراتور

دغه وزارت مني چې د ناروغان د درملنې لپاره امکانات کم دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې یو میاشت مخکې دوی له نړیوال روغتیاي سازمانه د ازماېښت لپاره د ۵۰ زره کېتونو او ماشینونو غوښتنه کړې وه خو دغه سازمان تراوسه دغه تجهیزات ته نه دي ورکړي.

د افغان جاپان روغتون چارواکي وایي، له ۱۰۰ هغو ناروغانو چې د چهارشنبې په ورځ دې روغتون ته یې مراجعه کړې وه یوازي ۷۰ کسان په عاجل او یا جدي مراقبت خونو کې بستري شوي دي.

د افغان جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق احمد اکبري وایي چې له تېرو دوه اونیو را پدیخوا افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي کسان ډېر شوي او د دغه روغتون امکانات مخ په خلاصېدو دي.

ارشیف؛ په افغان جاپان روغتون کې یو شمېر ناروغان
ارشیف؛ په افغان جاپان روغتون کې یو شمېر ناروغان

اکبري وایي:" افغان جاپان روغتون کې موږ اوس د څلورمې څپې شاهد یو چې اوس هره ورځ له موږ سره د ناروغانو شمېر زیاتیږي؛پرون له موږ سره ۶۵ مثبت وو نن له ۷۰ زیات مثبت دي/ د ورځې اوس له ۱۱ نه زیات موږ سره خلک بستریږي. افغان جاپان روغتون کې که له امکاناتو ووایمه/ اوس مو امکانات دومره دي چې یو میاشت نور هم کولای شو چې د خپل ولس خدمت وکړو او هغوی ته ټول امکانات برابر کړو

افغانستان کې د کرونا ویروس له پیل تر دې دمه ۱۶۳ زره او ۵۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د چارواکو پهوینا له دې ډلې ۱۴۶۶۰۸ تنه بېرته روغ شوي او ۶۴۱۷ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG