د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

افغانستان کې د کرونا ویروس د ۴مې څپې پیل؛ ډاکټران: روغتیايي سپارښتنې نه پلې کېږي


ارشیف، په کرونا ویروس اخته یو ناروغ
ارشیف، په کرونا ویروس اخته یو ناروغ

د کابل ښار اوسیدونکی ۳۰ کلن میړني ازادي راډیو ته وویل چې تره یې څو ورځې مخکې له هغه وروسته چې یوه میلمستیا کې ګډون کړی و، په کرونا اخته شوی.

د هغه په خبره، هغه او ټوله کورنۍ یې فکر کاوه چې کرونا ناروغي له منځه تللې او روغتیایي لارښونو ته یې هېڅ پاملرنه نه کوله: "موږ تر اوسه فکر کاوه چې کرونا ویروس نشته او ډېر عادي مو ګڼله او روغتیایي لارښوونو ته مو پام نه کاوه، خو زموږ د کورنۍ یو غړی په کرونا اخته شو او له ډېرو ستونزو سره یې مخ کړو. څو روغتونونو ته لاړو پیسې مو مصرف شوې خلک باید هغو لار ښوونو ته پام وکړي چې د ډاکټرانو او رسنیو له لوري خپریږي."

په همدې حال کې په افغان جابان روغتون کې یو شمېر ډاکټران په افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د پیل خبر ورکوي.

دې روغتون کې یو تن ډاکټر صادق رښتینی د کرونا ویروس د زیاتېدو لامل د خلکو بې غوري بولي او ټینګار کوي چې خلک باید ټولې روغتیايي سپارښتنې مراعت کړي: " افغانستان کې د کرونا ویروس څلورمه فصل پیل شوی، ګاونډیو هېوادونو کې دغه فصل ۴ میاشتې مخکې پای ته رسېدلی دی. د تېرې میاشتې پرتله مو ناروغان زیات شوي دي، له تېرو دوو اونیو راهیسې له ۸۵ تر ۸۶ ناروغان لرو."

کابل کې د افغان جاپان روغتون
کابل کې د افغان جاپان روغتون

ښاغلی رښتینی له افغانانو غواړي چې د کرونا واکسین ټول ډوزنه دې ترلاسه کړي، د هغه په باور واکسین کولی شي تر ډېره پورې د کرونا ویروس مخنیوی وکړي او که کوم کس له واکسین وروسته هم په کرونا اخته شو کولی شي دغه ناروغي په اسانه تېره کړي.

په همدې حال کې د روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر د کرونا ویروس د ناروغۍ زیاتېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۷۳ ازماېښتونو له ډلې یوازې ۶۲ هغه يې مثبت دي. زموږ ۵۳ هېوادوال روغ شوي او له بده مرغه چې دوه تنه وفات شوي هم لرو چې یو یې کابل بل په هلمند ولایت کې دی."

د ښاغلي هژیر په خبره یوازې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د ۳۴زره او ۶۹۵ کرونا ټېسټونو له ډلې لس زره او ۲۷۶ یې مثبتې واقعې دي، ۹ زره او ۲۶۰ تنه جوړ شوي او ۱۸۴ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له درېیمې را وروسته د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۴۲۱۴ تنو ته رسېدلی چې له دې ډله کې ۷۶۱۹ تنه یې مړه شوي.

XS
SM
MD
LG