د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

د طالبانو روغتیا وزارت: ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي
په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي، د روان مېلادي کال له پیل راهیسې یو ځل بیا په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدونکو شمېر زیات شوی او یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په دې ویروس د اخته شویو ۶۳۷ پېښې ثبت کړي چې ۸ تنه ترې مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند جاوید هژیر نن ازادي راډیو سره خبرو کې داسې مهال د کرونا وبا د پېښو او له امله یې د مړو شویو په شمېر کې د زیاتوالي خبره وکړه چې په خبره یې، د دې ناروغۍ لپاره د ځانګړو شویو روغتونونو له نیمايي زیات یې د مالي امکاناتو د کمي له امله تړل شوي دي.

هژیر وایي:" د نړیوال بانک د مرستو له بندېدو وروسته، د 'کووېډ-۱۹' د ۳۸ روغتونونو څخه د ځینو چارې د معاشاتو نه د ورکولو او مالي امکاناتو د کمي له امله ځنډول شوي او بشپړ نه دي‌ تړل شوي. اوس‌ هم په ډېرو کمو امکاناتو موږ ۱۷ نور روغتونو په نسبي دول فعال ساتلي."

خو د پېښو له زیاتېدو سره سره، خلک د دې ناروغۍ پر وړاندې بې غوره دي.

ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

کابل مېشتی روح‌الله تلاش د دې ستونزې تر څنګ وايي، چې د درملنې امکانات هم کم دي.

تلاش وایي:" اصلاً هېڅ امکانات هم نه‌شته. دولت هم بې‌غوره دی. دې د خلکو جدي اندېښنې هم را پورته کړي دي. "

د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د روان مېلادي کال له پیله تراوسه په ۱۷ ولایتونو کې په کرونا وبا د اخته شویو ۸۸۸۹ پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر یې ۷۷ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د کرونا وبا مخ پر لوړ ګراف اندېښمنونکی بولي.

د دې سازمان رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د جنوري له درېیمې د فبروري تر اوومې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۶۶ زره ۱۹۱تنه اخته شوي او له دې ډلې ۷زره ۴۳۲ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېر یوه کال کې د افغانستان نږدې ۵ ملیچونه وګړو کرونا ضد واکسین کړی دی.

XS
SM
MD
LG