د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

کابل کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی


د کابل افغان جاپان روغتون ډاکتران د کرونا ویروس اخته کسانو د درملنې پرمهال
د کابل افغان جاپان روغتون ډاکتران د کرونا ویروس اخته کسانو د درملنې پرمهال

په کابل کې د افغان جاپان په نوم د کرونا ناروغۍ د درملنې د یواځیني روغتون مسوولين وايي، د اختر په ورځو کې په دې روغتون کې د کوېډ ۱۹ د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د تېرو کلونو په څېر د سږني اختر په ورځو کې هم په افغانانو کې د کرونا ناروغي ډېره شوې ده.

په کابل کې د دغه ناروغۍ د درملنې د یواځیني روغتون افغان جاپان مسوولینو ازادي راډيو ته وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې دغه روغتون ته زیات ناروغان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون سرطبیب ډاکتر طارق اکبري وايي، په تېرو دوه اونیو کې په کابل کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د اختر په درې ورځو د کرونا د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی، هره ورځ له له لسو تر پنځلسو مثبتې پېښې لرو، خو لویه ستونزه دلته داده چې خلک مراجعه نه کوي چې په روغتون کې خپل ټېسټ وکړي، کنه پېښې ښايي ډېرې زیاتې وي."

د دغه روغتون مسوولین د خلکو له لوري کرونا ناروغۍ ته د نه پاملرنې له امله اندېښمن دي.

اکبري وویل، اوسمهال ډېر کم شمېر افغانان د کرونا د ناروغۍ پر مهال روغتون ته مراجعه کوي.

خو یو شمېر ولسي افغانان وروستۍ بېوزلۍ او د ناامنیو پېښو ته په اشارې سره وايي، چې په دې برخه کې د افغانانو اندېښنې دومره زیاتي دي چې کرونا يې هېره کړې ده.

د کابل اوسېدونکی محمد اقبال وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې د بېوزلۍ تر څنګ د ناامنیو وروستۍ پېښو له خلکو کرونا هېره کړې ده، خو مهمه دا ده چې خلک باید پام وکړي."

آرشیف: په کابل د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د خلکو تدابیر
آرشیف: په کابل د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د خلکو تدابیر

د ننګرهار اوسېدونکی شباب شینواری هم ورته خبره کوي، خو له خلکو غواړي چې کرونا ته باید جدي پام وکړي.

هغه وویل: "دا چې اوس تازه کوچنی اختر هم تېر شوی دی، نو اړتیا ده چې که څوک نښې نښانې په ځان کې ګوري باید د کرونا ټېسټونه وکړي ځکه د کرونا دا اوسنی ډول چې اومیکرون نومېږي ډېر خطرناک دی، خلک باید کرونا ته په جدي ډول پام وکړي."

که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې اړه زموږ اړیکې ځواب نه کړې خو له اختر وړاندې يې ویلي وو چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله نن د مئ تر څلورمې نېټې په دې هېواد کې ۱۷۸ زره ۹۰۱ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۷۶۸۳ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د مې پنځمه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده، د روغتيايي سپارښتنو پر بنسټ د لاس مینځل د کرونا د لا پراختیا مخه نیسي.

که څه هم په تېرو کلونو کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ د پاکوالي د فرهنګ د غوړېدا او د کرونا د لا خپراوي د مخنیوي په هدف نمانځل کېده، خو اوس چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت لا معلومه نه ده چې دوی د دغه ورځې د نمانځنې اړه کومه ځانګړې برنامه لري او کنه.

XS
SM
MD
LG