د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د روغتیا وزارت سپارښتنه: خلک دې اړوند مرکزونو ته د کرونا واکسین په پار ورشي


ارشیف، یوه تن کابل میشتي د کرونا ضد واکسین پر ځان پلی کوي
ارشیف، یوه تن کابل میشتي د کرونا ضد واکسین پر ځان پلی کوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو مخنیوي لپاره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې له اتلس کلنۍ پورته عمر لرونکو وګړو ته د واکسینونو بېلابېل مرکزونه پرانېستل شول.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي نن شنبه(د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورشي او د کرونا واکسین واخلي.

علیزي زیاته کړه: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ١٢ مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین تطبیقوي، استقلال، جمهوریت، صحت طفل، احمدشا بابا مېنې روغتون، د خیرخانې ١٠٢ بستره روغتون او دې ته ورته نور روغتونونه دي چې هېوادوال کولای شي د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې پورې ورشي او واکسین واخلي."

پرې یوې روغتیا پالې د کرونا ضد واکسین پلی کیږي
پرې یوې روغتیا پالې د کرونا ضد واکسین پلی کیږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پیل کې روغتیایي کاروونکو، امنیتي ارګانونو، د رسنیو کار کوونکو، ښوونکو او کورنیو بې ځایه شوېو ته واکسین تطبیق کړ چې اوس واکسین عام شو او ټول له ١٨ کلنۍ پورته عمر لروونکي وګړي کولای شي چې واکسین واخلي.

خو د روغتیا نړېوال سازمان د پرېکړې پر اساس له اتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکو ته د ځنیو روغتیایي ستونزو له امله واکسین نه تطبیقېږي.

وزارت ډاډ ورکوي چې د واکسینونو له کمښت سره مخ نه دي او کوم ٩٦٨ زره ډوزه واکسین چې هېواد ته انتقال شوي له هماغې ګټه اخېستل کېږي او د واکسین په ختمېدو سره وزارت هڅه کوي چې نور واکسین هم وارد کړي.

د عامې روغتیا وزارت په خبره له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۷۰ زره کسانو ځانونه واکسین کړي دي.

د کرونا له پیله تراوسه پورې ٥٩ زره ٩ سوه ٣٩ تنه په کرونا اخته شوي او ٢٦٣١ تنه ترې مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د واکسینونو د اخیستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له ځان سره لري او په ټوله کې نړیوال بانک د کرونا واکسین له تطبیق سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده.

همدارنګه د وزارت د معلوماتو پر اساس د اسیایي پراختیا بانک هم پنځوس میلیونه ډالرو ژمنه کړې چې د شل فیصده افغانانو د واکسین لپاره ټاکل شوې د واکسین د نړیوالې ټولنې کواکس له خوا واکسین برابر شي.

د کرونا له پیله تراوسه پورې ٥٩ زره ٩ سوه ٣٩ افغانان په کرونا اخته شوي
د کرونا له پیله تراوسه پورې ٥٩ زره ٩ سوه ٣٩ افغانان په کرونا اخته شوي

خو له دې ټولو سره-سره وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا ويروس درېیمه څپه هېواد ته یو لوی ګواښ دی او خلک باید د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او د دیني عالمانو خبرې ته غوږ ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک دغه واکسین ته ډېره لېوالتیا نه‌ښيي.

په جوماتونو کې دیني عالمانو هم له خلکو غوښتي چې د روژې د باطلېدو او مکروه کېدو احتمال په اړه له اندېښنې پرته خپل ځانونه واکسین کړي.

له دې ډلې مولوي حنفي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار واکسین دی او له خلکو یې وغوښتل چې اړوند مرکزونو ته ورشي او واکسین وکړي.

XS
SM
MD
LG