د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

کابل کې د کرونا ویروس پېښو زیاتوالی؛ تېره یوه اونۍ کې ۵ کسان مړه شوي


ارشیف: په کابل کې د افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله یو مړ شوی کس، په دې ویروس نور اخته کسان او روغتیايي کارکوونکي.
ارشیف: په کابل کې د افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله یو مړ شوی کس، په دې ویروس نور اخته کسان او روغتیايي کارکوونکي.

په کابل کې د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو سره د کوېډ۱۹ ناروغانو شمېر زیات شوی او یوازې په تېره یوه اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي.

د دې روغتون سر طبیب ډاکتر طارق اکبر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یوازې په تېره اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي.

اکبر وویل: "د هوا په سړېدو سره افغان جاپان روغتون ته د مراجعینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. اوسمهال موږ په بستر کې ۴۰ ناروغان لرو چې ډېری یې شدیدې نښې نښاني لري او په ټوله کې مراجعین د تېرې اونۍ په پرتله زیات شوي."

نوموړی دغه شان وايي، تېره اونۍ د بستر شویو ناروغانو شمېر ۲۸ کسان و چې روانه اونۍ ۴۰ ته پورته شوی دی.

د هغه په وینا، وروسته له هغې چې د روغتیا نړیوال سازمان له دوی سره تړون لغوه کړی د دې روغتون کارکوونکو له تېرو دوه میاشتو راهیسې له معاش پرته د ناروغانو درملنه کړې او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د افغان جاپان روغتون د ډاکترانو مشر زیاتوي، اوسمهال په روغتون کې له شته امکاناتو د ناروغانو د درمنلې لپاره کار اخیستل کېږي، خو په خبره یې، د پېښو زیاتېدو ته په کتو سره دغه امکانات بسنه نه کوي او باید زیاته پاملرنه وشي.

ارشیف: په افغان - جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس سره روغتیايي کارکوونکي د خبرو پرمهال
ارشیف: په افغان - جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس سره روغتیايي کارکوونکي د خبرو پرمهال

په ورته وخت کې بیا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له یوې خوا موسومي ناروغۍ او د کرونا پېښو زیاتی شوي او له بلې خوا خلک روغتیايي سپارښتونو ته پام نه کوي.

فیصل د کابل ښار اوسېدونکي دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ورځو کې د کورنیو ترمنځ د موسمي ناروغي پېښې زیاتې شوي، هیڅ څوک روغتیايي سپارښتنې نه مراعت کوي، له ماسک نه استفاده نه کوي، ممکن همدغه لامل شوی وي چې د خلکو په منځ کې د کرونا پېښې زیاتې شي."

د کابل ښار بل اوسېدونکي محمد کریم بیا پر طالبانو نیوکه کوي وايي چې دوی د عامه پوهاوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

هغه وویل: "ډېری خلک په دې ورځو کې تبه، ټوخی او ځان درد لري. د تېر په څېر خلک روغتیايي سپارښتنې هم په پام کې نه نیسي او دولت هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي په برخه کوم پروګرام نه لري."

د کرونا پېښو د زیاتېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې سږ کال خلک د اقتصادي ستونزو له امله لکه په تېرو کلونو کې د خپلو ناروغانو د درمنلې توان هم نه لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یي ویلي و چې د کرونا ناروغانو د ژغورنې لپاره دوی خپل وقایوي پروګرامونه جاري ساتلي او په ورځني ډول له ۷ زرو تر ۸ زرو پورې کسانو ته په افغانستان کې واکسین کېږي.

ارشیف: په افغان- جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو اخته کس او روغتایي کارکوونکي
ارشیف: په افغان- جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو اخته کس او روغتایي کارکوونکي

ډاکتران سپارښتنه کوي چې خلک باید له کرونا ویروس نه د ځان ژغورنې لپاره ټولنیز واټن په نظر کې ونیسي، لاسونه دې په صابون او پاکو اوبو پرېمينځي، په عامه ځایونو کې دې له ماسک نه استفاده وکړي او که د کرونا ویروس نښې، نښانې ولري نږدې روغتیايي مرکز ته دې مراجعه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG