د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

سور صلیب او سره میاشت: نړیوالو! افغانستان کې د کرونا مخنیوي ته بېړني اقدامات وکړئ


کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې یو روغتون
کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې یو روغتون

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون غوښتنه کړې چې نړیوال باید له افغانستان سره د کرونا د معاینې او واکسین په برخه کې بېړنۍ مرسته وکړي.

دوی په یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې ویلي، دا چاره به د کرونا وبا زیاتېدونکې پېښې کمې کړي، هغه وبا چې د دغه فدراسیون په خبره د افغانستان د روغتیا کمزوری سیسټم تر فشار لاندې را وستلی.

په اعلامیه کې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې افغانستان کې د کرونا معاینات کافي نه دي او کوم چې کېږي هم نژدې نیمایي یې مثبت راوځي.

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون د کرونا د مثبتو پېښو دا ډول وضعیت د ویروس د لا خپرېدو لپاره د خطر زنګ بللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې افغانستان کې د کرونا معاینات کافي نه دي
د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې افغانستان کې د کرونا معاینات کافي نه دي

دوی که څه هم د کرونا د ورځنیو پېښو ارقام نه دي وړاندې کړي، خو دې وروستیو کې عامې روغتیا وزارت هم تایید کړې وه چې د کرونا پېښې زیاتې شوي دي.

افغانستان کې د کرونا پیښې داسې مهال په زیاتېدو دي چې د اعلامیې له مخې یوازې لس فیصده وګړي یې واکسین شوي او د وروستیو تحولاتو او اقتصادي ستونزو له کبله د کرونا د درملنې لسګونه مرکزونه تړل شوي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون ویلي، افغانستان کې د کرونا د درملنې له ۳۷ مرکزونو دا مهال لس هغه فعال دي چې د ټولو خلکو اړتیاو ته بسنه نه کوي.

فدراسیون د خپلې اعلامیې په پای کې غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره افغانستان ته ۶۵ میلیونه سویسي فرانکه چې څه باندې ۷۰ میلیونه ډالره کېږي، ورکړي.

دوی ویلي، افغاني سرې میاشتې ټولنه به پر دې پیسو یو میلیون هغو کسانو ته بیړني چوپړونه او مرستې برابرې کړي چې بېلابېلو مصیبتونو یې ژوند ځپلی دی.

XS
SM
MD
LG