د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

طالبان: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه کړي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۵ کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر بېګا ازادي راډیو ته وویل، د یوې ورځې په ترڅ کې له ۱۲ ولایتونو د کرونا ویروس نژدې ۱۲۰۰ نمونې اخیستل شوې دي چې ۴۰۰ یې مثبتې وې.

د هژیر په وینا له ۲۶۰ زیات کسان له دې ناروغۍ رغېدلي او ۲ فوتي پېښې شته چې یوه په کابل کې او بله په لوګر کې وه.

ښاغلي هژیر ونه ویل چې ایا نوي موارد د کرونا د نوې بڼې وو، که څنګه ځکه دې وزارت مخکې ویلي و چې د کرونا وېروس د نوېو بڼو د تشخیص وسایل نه لري.

د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته موده کې له درې نیم میلیونه زیات خلک د کرونا پر وړاندې واکسین شوي
د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته موده کې له درې نیم میلیونه زیات خلک د کرونا پر وړاندې واکسین شوي

د روغتیا وزارت ویاند د خبرو په دوام وویل، یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ د علاج له ۱۷ فعالو روغتونونو سره د مرستو او د هغو د تجهیزولو ډاډ ورکړی.

هژیر زیاته کړه: "موږ په دې وروستیو کې وکولی شوای چې د ۵ روغتونونو لپاره مالي سرچینې پیدا کړو چې د کابل، کندهار، هرات، ننګرهار او هلمند روغتونونه دي. دې روغتونونو کې هم د ډاکټرانو د معاشونو مشکل حل دی، هم د درملو او هم د تجهیزاتو."

د روغتیا وزارت ویاند وايي، دوی توانېدلي چې د کووېډ-۱۹ د درملنې له ۳۸ دولتي او ۹ خصوصي روغتونونو څخه ۱۷ فعالې کړي.

ښاغلي هژیر همدا راز یادونه وکړه، د کرونا پر ضد د واکسین د کمپاین له پیل راهیسې نژدې اته میلیونه افغانان واکسین شوي دي.

د نوموړي په وینا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته موده کې له درې نیم میلیونه زیات خلک د کرونا پر وړاندې واکسین شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG