د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

طالبان: ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵ تنه مړه کړي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېره یوه شپه او ورځ په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي و چې تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۷ سلنه لوړ شوی دی.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکوي چې په افغانستان کې شااوخوا ۲۷ سلنه خلک د کووېډ-۱۹ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG