د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

په افغانستان کې د کوېډ۱۹ مثبتې پېښې کمې شوي


ارشیف: په کابل کې یو روغتیايي کارکوونکی د یوه کس د معاینه کولو پرمهال
ارشیف: په کابل کې یو روغتیايي کارکوونکی د یوه کس د معاینه کولو پرمهال

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په روانه میلادي میاشت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سپټمبر میاشتې له پیل نه تر دا مهاله ۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي

هغه وویل: "هغه ډول چې په تېره میاشت یعنې اګسټ کې د کوېډ۱۹ ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، یعنې ان شمېر یې ۶۰۰۰ ته رسېدلی و، دغه شمېر د سپټمبر په میاشت کې کم دی ۴۰۰۰ پېښو ته ټيټ شوی دی."

په کابل کې د افغان چاپان روغتون سر طبیب ډاکتر طارق اکبر هم کوي وايي، په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر کم شوی دی.

سره له دې چې نوموړي د تېرې میاشتې ارقام وړاندې نه کړه، خو ویې ویل چې اوسمهال په ورځني ډول له ۶۰ نه تر ۸۰ ناروغان دغه روغتون ته ورځي، چې له دې شمېر تر ۵ کسو پورې په روغتون کې بسترېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میلادي میاشت د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې له خلکو غوښتي و، د هغو کسانو لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي چې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په خپلو کورونو کې روغتیايي سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي.

محبوب له نورو افغانانو نه هم غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

هغه زیاتوي: "زه په کور کې یو سپین ږیری پلار او سپین سرې مور لرم، د دوی لپاره مې تدابیر هم نیولي هم دي او ما خپله هم روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیولي."

د دې ښار اوسېدونکې ثریا وايي: "دغه ناروغي باید جدي وګڼل شي او موږ هم پام کو چې کرونا مو نه نیسي، تر اوسه خو صحتمنده یو."

ډاکتران هم په دې خبره ټینګار کوي.

د داخله ناروغیو متخصصه یلدا وايي: "د دې ناروغۍ په وړاندې ځان ساتنه یو ډول ده، خو هغه کسان چې عمر خوړلي دي، د زړه ناروغي، سالنډي، شکر او هغه مېرمنې چې حامله دي باید جدي پام وساتي."

ډاکتران سپارښتنه کوي چې د کرونا ویروس نه د ساتنې لپاره باید ټولنیز واټن په پام کې ونیول شي، په ورځني ډول لاسونه څو ځلې به صابون پرېمنځل شي، په سر پټي ځایونو کې له ماسک نه استفاده وشي او له اړتیا پرته باید خلک له کورونو نه ونه وځي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تر دا مهاله شاوخوا ۲ میلیونه کسانو ته د کرونا واکسین شوی او په ورځني ډول په ټول افغانستنان کې له ۷ زرو نه تر ۸ زرو پورې کسان واکیسن کېږي.

XS
SM
MD
LG