د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د روغتيا سازمان: د بدخشان په پامير سيمه کې يوې ناروغۍ ۱۷ کسان مړه کړي دي


ارشیف: د بدخشان د پامیر سيمه
ارشیف: د بدخشان د پامیر سيمه

د بدخشان د لوی پامیر په سیمه کې د نوې ناروغۍ له امله د مړو شویو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورنه.

د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) وايي، دغې ناروغۍ ۱۷ سیمه‌ییز اوسېدونکي مړه کړي او نږدې سل نور کسان پرې اخته شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بدخشان ولایتي چارواکي وایي تر دې دمه په سیمه کې ۲۱ کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې ورځې ناوخته په یو تویټ کې ویلي، چې د لارې د خرابوالي له امله د مرستو د رسولو لړۍ له ستونزو سره مخ شوې خو په وینا یې د سیمه‌ییزو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

له بلې خوا په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ رئیس معاذالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې ددوی د لومړنیو معلوماتو له‌مخې د ناروغۍ له پیدا کېدو تر دا مهاله ۲۱ کسه مړه کړي.

"د سالنډۍ ناروغۍ له امله چې موده وړاندې په لوی پامیر سیمه کې راپیدا شوې، ۲۱ کسان یې مړه کړي

نوموړي په دې ازادي راډيو ته وویل: "د سالنډۍ ناروغۍ له امله چې موده وړاندې په لوی پامیر سیمه کې راپیدا شوې، ۲۱ کسان یې مړه کړي چې ډېری یې ماشومان دي، حکومت د دې پېښې د رامنځته کېدو سره هم‌مهاله یو روغتیايي ټیم د تاجکستان له لارې سیمې ته لېږلی او رسېدلی هم دی."

د ښاغلي احمدي په خبره، په سیمه کې اوس‌مهال دغه ناروغي کابو شوې ده.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په بدخشان کې د دغه راپیدا شوې ناروغۍ د څرنګوالي په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دغه ناورغۍ کرونا ته ورته ناروغي وبلله.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی د روغتیايي ټیمونو د لومړنیو معلوماتو له‌مخې، دغه ناورغۍ د سړې هوا د څپې له پیل سره پیدا شوې او له لسو نه تر شپاړسو پورې هغه کسان یې مړه کړي چې عمرونه یې ډېر او سالنډي یې درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت د وروستیو شمېرو له‌مخې له ۱۷ورځو راهیسې په افغانستان کې د یخنۍ له کبله په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي دي.

پامیر د بدخشان د واخان ولسوالۍ په وروستۍ څنډه کې د چین پاکستان او تاجکستان تر منځ په پوله پرته د افغانستان لوړه او غرنۍ برخه ده چې په ژمي کې یې هوا ان منفي دېرشو پورې سړيږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG