د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

ملګري ملتونه: معتادین د نورو خلکو په پرتله ډېر د ايډز له خطر سره مخ دي


يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

د ډسمبر د مياشتې لومړۍ نېټه د ايډز نړیواله ورځ ده.

که څه هم د روغتيا نړیوال سازمان د ايډز ختمولو لپاره ۲۰۳۰ م ميلادي کال هدف ټاکلی و، خو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې، دا ناروغي په معتادینو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې اجرائيوي مشره (مېرمن ګاډا ويلي) وايي، معتادین د نورو خلکو په پرتله ډېر د ايډز له خطر سره مخ دي، ځکه چې دوی ځان ته نشه يي مواد پېچکاري کوي او د نشه يي موادو د استعمال دا ‌ډول د ايډز د انتقال سبب کېږي.

نوموړې وايي: "هغه څوک چې نشه يي مواد استعمالوي او هغه څوک چې په زندانونو کې ساتل کېږي تر ټولو ډېر دا وېره شته چې زيان دې ورته ورسېږي. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د راپور شمېرې په نړۍ کې د ايډز د ختمولو د هڅو په اړه يو وحشتانک انځور ښيي. هغه څوک چې د پېچکاریو د بمبې يا سورنج له لارې نشه يي مواد استعمالوي تر هغو معتادینو يې د ايډز په ناروغۍ د ککړېدو خطر (۳۵) برابره ډېر دی چې نشه نه کوي. هغه څوک چې د پېچکاریو د بمبې له لارې نشه يي مواد استعمالوي، (۹۹) سلنه يې په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې هلته د پېچکاريو کافي سورنجونه او د درملنې اسانتیاوي نشته."

يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

د روغتيا نړیوال سازمان په باور هغه خلک چې د ايډز له خطر سره مخ دي، ټولو ته په مساوي ډول روغتيايي خدمات نه رسېږي.

د طالبانو د حکومت د ايډز د کنټرول ملي پروګرام اداره وايي، سږکال د قوس د مياشتې تر لومړیو ورځو پورې په افغانستان کې د ايډز تر درې زره ډېرې پېښې ثبت شوي چې ډېری ناروغان يې د نشه يي موادو معتادین دي.

"هغه معتادین چې د پېچکارۍ له لارې ځانونو ته نشه يي مواد لګوي، تر دې مهاله (۶۴۴۲) کسان دي"

د دې ادارې مسئول محمد نصير منوري ازادۍ راډيو ته وويل، دوی يوازې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې معتادینو ته دوولس نيم لکه سرنجونه وروېشلي دي.

نوموړی وايي: "هغه معتادین چې د پېچکارۍ له لارې ځانونو ته نشه يي مواد لګوي، تر دې مهاله (۶۴۴۲) کسان دي چې موږ دوی ته خدمات وړاندې کوو. سږکال د ايډز (۳۲۹۲) ناروغان لرو. په دوی کې د زرقي معتادینو سلنه څلور اعشاريه څلور ده، یانې د نورو خلکو په پرتله معتادین ډېر د ايډز په ناروغۍ اخته دي."

د ملګرو ملتونو د ايډز د کنټرول ادارې د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې د ايډز د ناروغانو شمېر تر (۳۷) ميليونو اوړي او معتادین د نورو خلکو په پرتله ډېر د ايډز له خطر سره مخ دي، ځکه چې دوی سرنج په ګډه استعمالوي او په دې ډول يې د ايډز انتقال ته لاره اواره کړې ده.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG