د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د کابل لوېدیځ سيمه يو ځل بيا د معتادینو د راټولېدو په ځای اوښتې


ارشيف
ارشيف

د کابل په لوېدیځ کې پل سوخته سيمه تر دوه کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د معتادینو د راټولېدو په مرکز اوښتې ده.

په کابل ښار کې تر پل سوخته لاندې د معتادينو د (۱۵۰) بستريز مرکز کارکوونکي له معتادو ښځو سره لاس او ګرېوان دي، يو شمېر معتادې ښځې تر دې پله لاندې شپې او ورځې تېروي او خپلې نشې کوي.

له دې جملې څخه يوه معتاده ښځه چې عمر يې د (۳۵) او (۴۰) کلونو تر منځ اټکل کېږي او خپل نوم نه ښيي وايي، څو ځله يې نشه پرې ايښې، خو بېرته معتاده شوې ده.

نوموړې وايي: "یوه اوونۍ مخکې له روغتون څخه راووتم، دلته یم او دلته اوسېږمه، لس کاله کېږي چې دلته اوسېږمه، اولادونه او هر څه مې په روزنتون او يتيم خانه کې دي."

"یوه اوونۍ مخکې له روغتون څخه راووتم، دلته یم او دلته اوسېږمه"

تر پل سوخته لاندې زرګونه معتادین اوسېږي، په دوی کې یوه څلور نفري کورنۍ هم شته، يوه خاوند او مېرمن له خپلو دوو بچیانو سره چې ټول معتادین دي تر يوه پلاسټيک لاندې شپې سبا کوي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې، دوی د معتادینو د درملنې د مرکزونو په همکارۍ او د دې مرکزونو ظرفيت ته په کتو سره معتادین راټولوي او بیا يې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته وړي.

نوموړی وايي: "موږ پل سوخته ته ولاړو او غوښتل مو چې تر شلو پورې ښځينه معتادانې راټولي کړو، خو هلته مو يوازې (۸) ښځې پيدا کړې، دوی مو روغتون ته انتقال کړې او دا لړۍ لا دوام لري."

کابل کې يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

پل سوخته په کابل ښار کې د معتادینو د راټولېدو او اوسېدو تر ټولو لوی مرکز دی، دا ځای په ۱۳۹۹ شمسي کال کې په بشپړ ډول له معتادینو څخه پاک شو، خو په وروستيو مياشتو کې بیا د معتادینو د راټولېدو په مرکز اوښتی دی.

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د مالي او تخنيکي مرستو له کمېدو سره سم، د معتادینو د درملنې له (۸۴) مرکزونو څخه تر څلوېښتو ډېر مرکزونه وتړل شول، دغه ډول د فعاله مرکزونو خدمات هم څو برابره کم شوي دي.

له دې مرکزونو څخه يو هم په کابل کې د ښځينه معتادینو او ماشومانو (۱۵۰) بستريز مرکز دی چې دا مهال (۲۲) ماشومان او (۴۹) ښځې په‌کې بستري دي.

د دې مرکز مشرې ښایستې حکيم ازادي را‌ډيو ته وويل: په وروستيو اوونيو کې له ځينو ستونزو سره سره د دوی د فعالیتونو يوه برخه عادي شوې او کارکوونکو يې د معتادینو راټولول له سره پيل کړي دي.

هم کورنۍ خپل ناروغان راولي او هم زموږ ساحوي ټيم له پلان سره سم ساحې ته ځي او ناروغان راټولوي."

نوموړې وايي: "زموږ کارکوونکي له ساحوي پلان سره سم په اوونۍ کې دوې ورځې د معتادینو راټولولو لپاره پل سوخته او نورو ورځو کې نورو سيمو ته ځي. د ناروغانو د جذب په اړه باید ووايم چې هم خپله ناروغان د بستري کېدو لپاره راځي، هم کورنۍ خپل ناروغان راولي او هم زموږ ساحوي ټيم له پلان سره سم ساحې ته ځي او ناروغان راټولوي."

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېر يوه کال کې يې يوازې په کابل ښار کې د څوارلسو زرو معتادینو درملنه کړې ده.

ځينې هغه معتادین چې يو ځل يې درملنه شوې ازادي راډيو ته وويل، په زندان کې له روغتيايي خدماتو پرته په زور د نشې پرېښودلو ته اړايستل شوي دي، له همدې امله يې په وجود کې د اعتياد اعراض او پاته شوني اوس هم شته او له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته يې بېرته نشو ته مخه کړې ده.
--------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
XS
SM
MD
LG